نظــر

عطا محمد نور، شرعي بيعت او د جان كېري نسخه!

م، شفيقي

عطا محمد نور وړمه ورځ په ډېره تونده لهجه يو ځل بيا پر دې ټينګار وكړ چې دى د بلخ والي دى او ولسمشر غني يې له دندې نشي لرې كولاى.

عطا محمد نور په خپلو خبرو كې يوه مهمه دا وكړه چې زما په باب يوازې د جمعيت اسلامي شورا پرېكړه كولاى شي، ځكه چې «شرعي!» بيعت ورسره لرم.

دلته څو ټكي ډېر د پام وړ دي:

لومړى عطا محمد نور پخپله دغه خبره چې شريعت په مساله كې را ګډوي څو نوې لانجې را ټوكوي، يو دا چې د جمعيت اسلامي په شمول د هغو ګوندونو د حكومتي مامورينو تكليف به څه وي چې دا تېر ۱۶ كاله د حامد كرزي او اشرف غني په حكومت كې دوى دندې سر ته رسولې؟ كه د پخواني ولسمشر د حكومت دوره پرېږدو چې جمعيت د اوسني حكومت په څېر د پنځوس سلنه تركيب د ونډې دعوه دار نه و، په دې حكومت كې ولسمشر دوى ته اولى الامر و او كه د جمعيت مشر؟ كه ولسمشر دوى ته د اولى الامر حيثيت نه درلود د عطا محمد نور د كوم شرعي حكم له مخې خپله استعفا اشرف غني ته سپارله؟ كه دا كار د اخلاص له مخې نه و، خدعه او نيرنګ و په شريعت كې د دې دوه مخۍ حكم څه دى؟ دا اوس د ولسمشر، وزير، والي او نورو تر منځ د امر او حكم مرجع كومه ده؟ د ګوند امير او كه د حكومت مشر؟!

دا به پرېږدو چې د پرديو تر وزرونو لاندې د فساد په اوج او موج كې، كومې لوبې نه وې چې د حكومت د شاملو لوريو له لوري له دې مظلوم ولس سره و نه شوې، د عطا محمد نور په شمول د پخوانيو جهادي ګوندونو غړي نور نه بايد له (ارګاه بارګاه سره) د ولس په سترګو ورننوځي او نه شريعت ته سپكاوى وكړي. د حكومت جګپوړي اراكين د شريعت د حدودو په رعايت ملياردران شول او كه نه د شريعت په شمول د هېواد د وقار او د ولس د وينو په بيه؟

د شريعت همدغه مظلوميت بس دى چې تر اوسه دې ډلو د ولس پر اوږو ځانونه په همدې نوم تپلي وو. نوره خبره د ابتذال داسې پړاو ته رسېدلې چې هېڅوك به يې زغم و نه لري.

ولس پوهېږي چې دغه حكومت د امريكا د وخت د بهرنيو چارو وزير جان كېري په منځګړيتوب تپل شوى، شريعت پرېږده د وضعه شوي اساسي قانون خون پرې واخيستل شو.

نه شرعي اصول پكې رعايت شول او نه مدني. د څو ډلو او افرادو واك او ونډه پكې پر ۳۰ مليونه ولس تپل شوې، داسې حكومت او نظام به په يوه ټولنه كې كوم مشروعيت ومومي چې د ولسمشر او يوه والي واك او حيثيت پكې يو ډول وي؟ د عطا محمد نور استدلال همدغه معنا لري.

د عطا محمد نور بغاوت يوازې د غني پر خلاف بغاوت نه دى، د ده د خپل واك نفې هم ده، پر افغان ولس د تپل شوي ابتذال يو ثبوت دى. په يوه حكومت كې چې د ولس د ارادې د تمثيل مركز يو نه وي، هغه حكومت نه دى.

دلته موخه دا نه ده چې يو تن او يا يوه ډله پړه وبولو، بلكې دا ده چې زموږ له ولس سره ډېره لويه جفا روانه ده. پر سياسي چاپېريال يې داسې ډلې او افراد مسلط شول چې له خپلو ډېرو وړوكيو او سپكو ګټو پرته نه د ولس د روان ناورين ژورتوب احساسولاى شي، نه د روانې نړيوالې بدمرغې لوبې خطرناكتوب درك كولاى شي. (البته كه دا ومنو چې دوى په دغه لوبې كې شامل نه دي.)

په هېواد كې د ورځې په حساب تر سلو تنو ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي دوى د پرديو تر سيوري لاندې د نيمه واك په خمار كې ډوب او يو د بل پر خلاف رجزونه وايي.

ویسا ورځپاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x