د اماراتي شرکت الوتکو ته د تونس پر هوايي ډګرونو د ښکته کېدو اجازه نه ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): تونس وروسته تر هغه پر خپلو هوايي ډګرونو د اماراتي هوايي شرکت الوتکو د ښکته کېدو د مخنيوي امر صادر کړی، چې دغه هوايي شرکت څو تونسۍ ښځې د اماراتو الوتکې ته له پورته کېدو منعه کړې وې.

د تونس د بشري حقونو ډلې د اماراتي هوايي شرکت دا ګام د بشري حقونو خلاف او له کرکې او توکمپالنې ډک بللی دی.

تونس وايي، دوی به تر هغو د اماراتو هوايي شرکت ته پر خپلو ډګرونو د ښکته کېدو اجازه ور نه کړي، تر څو يې، چې خپله تګلاره د نړيوالو قوانينو او تړونو سره نه وي سمه کړي.

متحده عربي امارات وايي، چې د تونس ښځو د مخنيوي لامل يو شمېر استخباراتي ګواښونه وو، چې دوی ته رسېدلي.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزير  انور ګرګاش په خپل ټويټر ويلي، چې «موږ له خپلو تونسي وروڼو سره د امنيتي معلوماتو د تبادلې لپاره اړيکه ونيوله، چې يوه ځانګړي کار لپاره اړين وو.»

تونس وايي، چې متحده عربي اماراتو د دوی ملکي ښځې د خپل څنګ ته د تېرېدو او په الوتکو کې له سفره منعه کړي دي، خو انور ګرګاش وايي، چې «موږ د تونس ښځو د درناوي په سترګه ګورو.»

اماراتي رسنۍ وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې له دوبۍ د اماراتو هوايي شرکت په الوتکو کې د تونسي ښځو په سفر بنديز لګول شوی دی.

فرانس پريس خبري اژانس د يو شمېر تونسي ښځو له خولې ليکلي، چې دوبۍ ته د دوی سفرونه له ځنډ او خنډ سره مخ دي او اماراتي هوايي شرکت ترې تر نورو زياته کرايه هم غواړي.

په ۲۰۱۱ م کال کې تونس کې د ولسي پاڅون او انقلان نه وروسته د اماراتو او تونس اړيکې ترينګلې دي، خو تونس تل هڅه کړې، چې له اماراتو سره اړيکې سمې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د