افغانستان

کابل چاودنې د ملي امنيت کارمندانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کابل امنيتي مسئولين وايي، په شش درک سيمه کې د سرتيري بريد له کبله پنځه تنه وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې، نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه د ملي امنيت د څلوېښتم رياست په دروازه کې چاودنه شوې، چې د دغې رياست کارمندانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وايي، بريدګر پلی و او په ځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته يې د تلاشۍ په لومړۍ دروازه کې چاودنه ورکړې ده.

طلوع نيوز په لومړنيو معلوماتو کې ويلي، په چاودنه کې د ملي امنيت پنځه کارمندان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د کابل د صحت عامې روغتيايي چارواکي وايي، تر دې دمه د پېښې له ځای څخه د شپږو تنو جسدونه او يو تن ټپي وروړل شوی دی.

چاودنه په هغه سيمه کې شوې، چې د امنيت له کبله ډېر ه حساسه او يو شمېر امنیتي ادارې هم شتون لري.

ځينو سرچينو ويلي، په چاودنه کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې دمه د چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x