افغانستان

د غزني اوسېدونکي: اربکیان له موږ نه په زور ډوډۍ او میاشتنی معاش غواړي

د غزني ولایت د ګیلان او مقر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمو کې مېشت اربکیان له دوی نه په زور د میاشتې معاش او دورځې ډوډۍ غواړي، خلک وايي چې که يې څوک په وړاندې غږ پورته کړي اربکیان يې وژني.

د مقر ولسوالي د جمجمه کلي یو تن اوسېدونکي د تلیفون په کرښه نن ټکی اسیا ته وویل چې د دوی په کلي کې اربکیانو په هر دوکاندار دمیاشتې زر کلدارې اېښې دي، چې باید هرو مرو ورکړل شي.
مقرته څېرمه د ګیلان ولسوالي اوسېدونکي بیاله دې سر ټکوي  چې اربکیانو پرې هره ورځ درې وخت د پسه درې کیلو غوښه او شپېته پاستي ډوډۍ مقرره کړې. د اربکیانو دغه قانون په دې ولسوالي کې یواځې د اغه جان په کلي کې تطبيقېږي، مګر د دې ولسوالي په یوبل لوی کلي ـشینکۍ ـ کې بیا په اووسوو کورونو دمیاشتې اووه لکه کلدارې ټاکل شوې دي، چې هرکور ته زرـ زر کلدارې وررسېږي.
یاده دې وي چې دې کلي ته په دې وروستیو کې د ولي خان په مشرۍ د اربکیانو نوې پوسته ورغلې، چې د دې کلي د یوتن مشر حاجي لالي په کور کې يي په زوره اړولي دي.
د سيمې خلک وايي چې څو واره مو مشران تر جمهوري ریاسته لاړل، مګر دلته اربکیان خلک په زور مظاهرې ته راوباسي او دې ته يې مجبوروي چې د دوي په پلویتوب شعارونه ورکړي.چې بیا يې دوی رسنیو ته لېږي.
دا په داسې حال کې دی چې داربکیانو اړوند د هېواد په ګوټ ګوټ کې څوځلې مظاهرې شوې دي چې دولتي مسوولینو پرې غوږ نه دی ګرولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x