افغانستان

هلمند: د چټک غبرګون د قومندان په ګډون شپږ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي، د مارجې ولسوالۍ مربوط د کمپ په سيمه کې د يوې چاودنې له کبله دولسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې ولايت د امنيې قوماندانۍ ویاند سلام افغان وايي، چاودنه پرون ماښام د يادې ولسوالۍ اړوند د کمپ په سيمه کې شوې ده، خو د تلفاتو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

له بله پلوه په هلمند کې د سرحدي پوليسو د لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مُقبل وايي، د مارجې په کمپ سيمه کې د ميوند لس عملياتو پر مهال د چاودنې له کبله دوه ټانګونه ويجاړ شوي، چې په ترڅ کې يې شپږ عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

يوې امنيتي سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، په چاودنه کې د څلورمې سرحدي لوا د چټک غبرګون د لومړي ټولي قومندان دوهم څارن اسدالله پوپل هم وژل شوی دی.

طالبانو د چاودنې مسئوليت منلی نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د عملياتو په موخه په ورغلې عملياتي قوه يې دوه چاودنې او وسله وال بريدونه کړي، چې په پايله کې يې دوه ويشت عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د چټک غبرګون د قومندان اسد وژل کېدل تاييد کړي زياتوي چې دوه ټانګونه، يو کماز موټر او يو وېګو موټر ويجاړ شوي او يو فلډر موټر د دوی لاسته ورغلی دی.

د يادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي، چې وخت ناوخت پرې د طالبانو له لوري وسله وال بريدونه او د سړک د غاړې چاودنې کېږي او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x