افغانستان

مسیر: حکومت د ټاکنو اراده نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): که څه هم افغان حکومت ټینګار کوي، چې راتلونکې ټاکنې به د را روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي، خو مسیر ورځپاڼه کاږي، حکومت د ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري.

ورځپاڼه «د ټاکنو ژمنې خيالي دي او حکومت يې د ترسره کولو اراده نه لري» تر سرلیک لاندې مطلب کې لیکي، د ټاکنو اړوند حتی د ټاکنیزو کمیسیون په منځ کې هم دريځ یو نه دی.

سرچينه د ټاکنو د کمیسیون عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغیسي په حواله وايي چې د ټاکنو لپاره تدابیر نیول شوي او پر خپل وخت به ترسره شي، خو د دې کمیسیون منشي ورته ویلي، که حکومت بودجه ورنه کړي ټاکنې نه شي کېدلی.

د کابل ولایتي شورا غړي هم ورته نظر لري، هغوی مسیر ته ویلي چې حکومت د ټاکنو اړوند خيالي څرګندونې کوي.

واقف الله روحاني وايي، حکومت په دریو کلونو کې عملاً درې ګامه هم نه دي اخیستي په اوو میاشتو کې پل هم نشي اخیستلی، هغه وايي، « د هغې طرحې له مخې چې پخوا په ټاکنو کمېسیون کې موجوده وه، که افغانستان بېړنۍ ټاکنې هم کوي لږ تر لږه لسو میاشتو ته اړتیا ده څو د ټاکنو ترتيب او تنظيم وشي.»

سرچينه د سیاسي چارو د کارپوه حسن مبارک عزيزي له قوله هم ورته څرګندونې را اخلي، د هغه په خبره تر اوسه د ټاکنو کمیسیون د مشرتابه ستونزې پر ځای پاتې دی، امنیتي او بودجوي ستونزو اړوند بحث نه دی شوی، په وینا يې «حکومت سره له دې چې ظاهراً د ټاکنو په ترسره کولو ټينګار کوي، خو په دې برخه کې شويو پرمختګونو ته په پام سره ټاکنې د راتلونکی کال په چنګاښ مياشت کې نه شي ترسره کېدای.»

ارګ عملي هڅو ته له پام پرته، ټینګار کوي چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماموتو هم د امنیت شورا ناسته کې د ټاکنو پخپل وخت نه ترسره کېدو اندېښه وښوده، هغه يې علتونه امنیتي، د ټاکنیزو کمیسیونونو او نورې ستونزې یادې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x