افغانستان

افغان چارواکو ملګرو ملتونو ته د ډېورنډ اړوند شکایت کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو د مداخلې او ستونزو له امله يې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پرون د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، امنیت شورا ته يې رسمي اعتراض کړی، چې پاکستان پر افغان خاوره راکټ توغوي او پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم غځوي.

برمک وویل، پاکستاني چارواکو سره يې هم د اغزن سیم او راکټ توغونې اړوند خبرې شریکې کړې او په وينا يې ترې غوښتي يې دي چې باید مخه يې ونیول شي.

د کورنیو چارو د وزیر په وینا د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې پاکستان پر افغان خاوره ۴۵۹ ځله توغندي توغولي، چې ټول يې ۸۸۲۳ توغندي کېږي.

په وینا يې دغه توغندي له پاکستان سره څېرمه شپږ ولایتونو کې چې پنځلس ولسوالۍ يې پاکستان ته څېرمه دي، لګيدلي دي.

څه موده وړاندې ناټو، پاکستاني او افغان پوځي چارواکو کابل کې ناسته وکړه، چې هلته هم دفاع وزارت د همدې موضوعاتو اړوند د بحث خبر ورکړ، تر هغې وړاندې افغان پوځي هیت پاکستان کې له پوځي سیالانو سره هم پر دې موضوع خبرې کړې وې.

د ملي دفاع وزیر د هماغې ناستې پر وخت کابل کې رسنیو ته وویل، له دې ناستې وروسته به پاکستان راکټ توغونې ته زړه ښه نه کړي، خو له هغه وروسته هم ختیځ ولایتونه د پاکستاني توغندیو شاهدان و.

د ولسي جرګې دفاعي او امنیتي کمیسیون افغان حکومت ملامت بولي چې څو کلونو کې يې د پاکستان مخه ونه نیوای شوه.

تر دې وړاندې هم ولسي جرګې افغان حکومت پر ډېورنډ له پاکستان سره پر معاملې تورن کړی و، چې ارګ يې په اړه پټه خوله بهتره وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x