افغانستان

عبدالله د عطا نور غبرګون کې: پر غاښو مې پام کوم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله د بلخ د واکمن عطامحمد نور د څرګندونو غبرګون کې ويلي، پرخپلو غاښونو پام کوي.

اجراییه رییس نن د وزیرانو شورا ناسته کې د نورو مسائلو تر څنګ د عطامحمد نور او ارګ تر منځ پر ناندریو هم بحث وکړ.

د هغه په خبره د جمعیت اسلامي له مشرتابه سره په همغږۍ د عطامحمد نور له استعفا سره موافق دی.

په وينا يې پنځلس ورځې وړاندې خبر شو، چې د عطامحمد نور استعفا د محمد اشرف غني پر مېز پرته ده، هماغه شېبه يې د جمعیت له مشرانو سره خبره وکړه او په قول يې موافقت يې وښود.

عبدالله عبدالله وویل، دی د ملي ګټو اړوند تصور کوي او په وينا يې تر واک وړاندې او اوس يې داسې کار نه دی کړې «چې د قانون خلاف وي.»

وړمه ورځ عطامحمد نور عبدالله عبدالله د لستوڼي مار یاد کړ او په وینا يې «غاښونه يې تېره شوي چې باید ور مات کړل شي.»

هغه دعوه وکړه چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره هم دوی هڅولی او هر موقف يې د دوی پر مټو ګټلی دی.

اجراییه رییس که څه هم د چا نوم وانه خیست، خو ويې ویل، څه وخت مخکې ځينو خلکو زورونه ووهل چې دی له اجراییه ریاسته لرې او خپل ځان پر دې څوکۍ کېنوي، خو بریالي نه شول.

که څه هم د جمعیت دا مهم غړی هم د ارګ پلویتوب کوي، خو عطامحمد نور پخپلو وروستیو څرګندونو کې بیا هم ټینګار وکړ، چې که يې شرطونه ونه منل شي نو د حکومت تر پایه به يې بلخ په لاس کې وي.

ارګ د عطامحمد نور پر ځای انجینر داود معرفي کړی، خو د کار د پیل امر يې نه دی ورکړی، د ولایت چارې د عطامحمد نور مرستیال محمد بشیر توحيدي پر مخ وړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x