پاکستان پر افغان خاوره نهو میاشتو کې نږدې نهه زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان پر افغان خاوره په تېرو نهو میاشتو کې نږدې نهه زره توغندي توغولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک پرون ولسي جرګې ته په استجوابیه غونډه کې وویل، چې د حمل له لومړۍ تر ننه پورې پاکستان پر افغان خاوره ۴۵۹ ځلې توغندي توغولي چې د توغول شویو توغندیو شمېر يې ۸۸۲۳ ښوودلی دی.

د هغه په خبره دا توغندي د شپږو سرحدي ولایتونو په ۱۵ ولسوالیو کې لګيدلي دي.

د لړم میاشتې په وروستیو کې د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت رسنیو ته وویل، چې څلورویشتو ساعتونو کې یوازې پر کونړ ۴۹۶ توغندي لګیدلي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزیر وویل چې د توغندیو او ډېورنډ کرښه کې د اغزن سیم څخه يې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی، خو د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزی بيا امنیتي مسوولین د پاکستان د نه مخنیوي له امله ملامت بولي.

تر دې وړاندې هم ملي شورا افغان حکومت له پاکستان سره پر معاملې تورن کړی و.

مشرانو جرګې د لېندۍ په دوه ویشتمه، ناسته کې وویل د پاکستان له لوري د اغزن سیم غځول او د حکومت چوپتیا دا په ډاګه کوي چې ورسره معامله شوې ده.

د حکومت له پیله ځينو سرچینو د افغان حکومت له لوري د ډېورنډ پر رسمیت پېژندلو خبر ورکړ.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د