افغانستان

فاریاب کې د دولت قومندان طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، د لولاش ولسوالۍ د پولیسو قومندان نعیم د اوو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی دی.

د دوی په خبره، قومندان نعیم سپکه او درنه وسله هم طالبانو ته سپارلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قومندان نعیم تسلیمېدل تایید کړي.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، قومندان نعیم یوه پیکا، یو راکټ، ۵ کلاشینکوفونه او نور سپکې او درنې وسلې هم د دوی ملګري ته سپارلي دي.

«د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ اړوند د لاشي په سیمه کې تېره ورځ یو تن قومندان (نعیم) له خپلو ۷ تنو ملګرو سره د حقایقو په درک کولو د اسلامي امارت مجاهدینوسره یو ځای شول.»

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي اردو، اربکیان او پولیس طالبانو سره یو ځای کېږي او دولتي لیکې پرېږدي.

د افغان دولت امنیتي ادارې ډېری وخت په داسې پېښو بې خبري ښيي او یا د «څېړنې روانې» خبره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x