د نیکوتین د اضرارو څخه د خلاصون طریقه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نیکوتین په سګریټو کې هغه ماده ده چې له وجي یې انسان د سګریټو په نشه اخته کیږي.

د سګریټ څکولو وروسته سږي لومړنی هغه عضو دی چې د دغه مضر عادت له وجې څخه خرابیږي.

د روسیا الیوم ویب پاڼې د راپور سره سم علماو پلټنه کړې او دا یې ثابته کړې چې یو شمېر غذايي مواد د جسم څخه د زهرجنو موادو په خلاصون کې مرسته کوي او د سګریټ څیښونکو د سږو لپاره ګټور ثابتیدای شي.

د جونز هوبکینز په نامه پوهنتون څیړونکو هغه خواړه ارزولي چې په چټکه او ښه توګه د نیکوتین اضرار او ورسره زهرجن مواد په چټکه توګه له جسم څخه باسي.

دوی موندلې چې هره ورځ دوې مڼې او سره رومیان خوړل په بشپړه توګه د نیکوتین اضرار له منځه وړي.

طبعا د سګریټو پرېښودل هم په کښي شرط دی.

دوی ټینګار کړی چې په مڼو او رومیانو کې شته ویټامین په وینو د ګډون وروسته د وینو رګونه رغوي چې له مخې يې د نور جسم روغتیا ورسره چټکیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د