fbpx

دیرش «۳۰» په زړه پورې معلوماتي جملې

عبدالرحمن درمان

۱: تاسو په خوب کې يوازې هغه خلک ليدلی شئ څوک چې تاسو يې پېژنئ.

۲: هر څومره چې څوک د ځان د ويده کېدلو کوشش کوي په همغه اندازه يې خوب تښتي.

۳: د کمپيوټر د کيبورډ د وروستي کتار له توکمو څخه هيڅ ډول انګليسي لفظ نه ليکل کيږي.

۴: د انسان ماغزه اويا سلنه په پخوانيو يادونو او ۳۰ سلنه په راتلونکو يادونو بوخت ساتي.

۵: پنځلس دقيقې خندا د انسان د طبيعت له پاره دومره ګټه رسوي لکه دوه ساعته خوب چې وکړي.

۶: په فلسفه کې د يوې شيبې څخه ۹۰ ثانيې وخت مراد دی.

۷: د ساينسي څېړنو له مخې نوي سلنه خلک هغه وخت په ويره کې شي چې څوک ورته ووايي چې له تا څخه پوښتنه کولی شم؟

۸: ځمکې ته تر ټولو نزدې سياره لمر دی چې له ځمکې نه ۹۳ ميليونه ميله لرې واقع ده.

۸: د نړۍ ۲۶ هيوادونه په وچه کې پراته دي او سمندر ته لار نه لري.

۹: له پښتورګو څخه د تېږو د ويستلو لومړی نظريه عرب رنځپوهانو رامنځته کړه.

۱۰: د اس، پيشو او سوی د سامعې قوه د انسان د اورېدو له ځواک نه پياوړې ده.

۱۱: د تيلو لومړنی کوهي د امريکا په پينسلوانيا کې په ۱۸۵۹ ميلادي کال وکيندل شو.

۱۲: د مسلمانانو په مقدس ښار القدس باندې ۲۴ ځله بريد شوی دی.

۱۳: په نړۍ کې تر ټولو لوی پارک (تفريح ځای) په کاناډا کې دی.

۱۴: په نړۍ کې تر ټولو زيات غرونه په سويزرلينډ کې دي.

۱۵: د نړۍ تر ټولو کم عمره مور او پلار ۸ او ۹ کلن وو چې په ۱۹۱۰ م کال په چين کې اوسېدل.

۱۶: په مصر کې د فرعون د واکمنۍ پرمهال اوونۍ ۱۰ ورځې وه.

۱۷: د نړۍ تر ټولو اوږده جګړه د فرانسې او برتانيې ترمنځ شوې ده چې په ۱۳۳۸ م کال شروع او ۱۴۵۳ پای ته ورسېده.

۱۸: د ربړونو زياتې ونې د اسيا په جنوب ختيځ کې دي.

۱۹: انسان چې کله پيدا شي نو ۳۰۰ هډوکي لري خو چې کله بالغ شي بيا يې يوازې ۲۰۶ هډوکي پاتې کيږي او نور واړه هډوکي له غټو سره يو ځای کيږي.

۲۰: په نړۍ کې تر ټولو ذهين مارغه طوطي دی.

۲۱: په نړۍ کې د پلټنۍ تر ټولو لوی ماشين ګوګل دی چې د ورځې په ميلياردونو انسانان ترې ګټه پورته کوي.

۲۲: يوه چرګه په اوسط ډول د کال ۲۲۸ هګۍ کوي.

۲۳: پيشوګانې دخپل ژوند ۶۶ سلنه برخه په خوب تيروي.

۲۴: په غاښ لرونکو موجوداتو کې فيل تر ټولو غټ غاښونه لري.

۲۵: سمندري اسونه په يو وخت کې دوه لوريو ته د کتلو وړتيا لري.

۲۶: د ګرځنده تيلفونونو شرکت سام سنګ کوريايي الفاظ دي چې معنا يې درې ستوري دي. سام «درې» سنګ «ستوري».

۲۷: د بحر تر ټولو زيات ژور والی نږدې ۱۱ کیلو متره (۱۰۹۲۳) دی.

۲۸: افریقايي فيل د نړۍ دريم تر ټولو وزن لرونکی حيوان دی چې وزن يې ۱۳ ټنه ثبت شوی دی.

۲۹: نابينا انسانان زموږ په څېر خوبونه نه ويني.

۳۰: يوې روسۍ ميرمنې «وسيلائيو» له يوه خاوند څخه د څلويښت کالو په عمر کې يعنې ۱۷۲۵ څخه تر ۱۷۶۵ کلونو پورې ۶۹ بچيان زېږولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د