د نړۍ شل ډېر نفوس لرونکي هيوادونه

عبدالرحمن درمان

که څه هم په اوس وخت کې د ټولې نړۍ او هيوادونو د نفوسو شمير معلوم نه دی خو وخت په وخت په نړيواله کچه د نفوسو شمير کيږي چې وروستۍ هغه يې د ۲۰۱۵ زيږديز کال د جولايي په مياشت کې شوې ده، چې د هماغې شميرنې په حساب موږ د نړۍ لس ډير نفوس لرونکي هيوادونه در پېژنو.

۱: چين چې ۱۳۶۷۴۸۵۳۸۸ تنه نفوس لري د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږی.

۲: هندوستان چې ۱۲۵۱۶۹۵۵۸۴ تنه نفوس لري د نړۍ دوهم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۳: اروپايي اتحاديه چې د نړۍ د څو هيوادونو مجموعه ده ۵۱۳۹۴۹۴۴۵ تنه نفوس لري د نړۍ دريم زيات نفوس لرونکي اتحاديه ده.

۴: امريکا چې ۳۲۱۳۶۸۸۶۴ تنه نفوس لري د نړۍ څلورم نمبر زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږی.

۵: اندونيزيا چې ۲۵۵۹۹۳۶۷۴ تنه نفوس لري د نړۍ پنځم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۶:برازيل چې ۲۰۴۲۵۹۸۱۲ تنه نفوس لري، د نړي شپرمه درجه زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۷: پاکستان چې ۱۹۹۰۸۵۸۴۷ تنه نفوس لري د نړۍ اووم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۸: نايجيريا چې ۱۸۱۵۶۲۰۵۶ تنه نفوس لري د نړۍ اتم نمبر زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۹: بنګله ديش چې ۱۶۸۹۵۷۷۴۵ تنه نفوس لري د نړۍ نهم نمبر زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۰: روسيه چې ۱۴۲۴۲۳۷۷۳ تنه نفوس لري د نړۍ لسم نمبر زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۱: جاپان چې ۱۲۶۹۱۹۶۵۹ تنه نفوس لري د نړۍ يوولسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۲: مکسيکو چې ۱۲۱۷۳۶۸۰۹ تنه نفوس لري د نړۍ دوولسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۳: فلپين چې ۱۰۰۹۹۸۳۷۶ تنه نفوس لري د نړۍ ديارلسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۴: ايوتپيا چې ۹۹۴۶۵۸۱۹ تنه نفوس لري د نړۍ څوارلسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۵: ويتنام چې ۹۴۳۴۸۸۳۵ تنه نفوس لري د نړۍ پنځلسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۶: مصر چې ۸۸۴۸۷۳۹۶ تنه نفوس لري د نړۍ شپاړلسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۷: ايران چې ۸۱۸۲۴۲۷۰ تنه نفوس لري د نړۍ اوولسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۸: المان چې ۸۰۸۵۴۴۰۸ تنه نفوس لري د نړۍ اتلسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۹: ترکيه چې ۷۹۴۱۴۲۶۹ تنه نفوس لري د نړۍ نوولسم زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

۲۰: کانګو هيواد چې ۷۹۳۷۵۱۳۶ تنه نفوس لري د نړۍ شلم نمبر زيات نفوس لرونکی هيواد بلل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د