تخار: د امنیت د امر پر ضد سلګونه تنو لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): په تخار کې سلګونه مدني فعالانو او خبریالانو د دې ولایت د پولیسو د امنیت د امر پر ضد لاریون وکړ او د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه یې کوله.

لاریون کوونکو ویل، د تخار د پولیسو د امنیت امر څو ورځې وړاندې مدني فعالانو او خبریالانو سره په خپل دفتر کې بد سلوک کړی او د دوی توهین یې کړی دی.

دوی ویل، د امنیت امر د تخار د امنیتي وضعیت په کابو کولو کې پاتې راغلی او په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی.

لارکوونکو ګواښ وکړ، که مرکزي حکومت یې غږ وانه وري؛ نو دوی د اعتراض په ډول د کندوز ـ تخار او تخار ـ بدخشان لویې لارې د ترافیکو پر مخ وتړي.

له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ملکي او نظامي چارواکو پر ضد لاریونونه شوي وو او د ګوښه کولو غوښتنه یې شوې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د