د نړۍ لس ډېر مساحت لرونکي هيوادونه

عبدالرحمن درمان

نړۍ الله (ج) ډېره لويه او پراخه پيدا کړې ده، چې همدغه لويه نړۍ بيا په څو لويو او وړو برخو ويشل شوې ده چې لويو برخو ته يې لويې وچې او وړو برخو ته يې هيوادونه ويل کيږي، دلته موږ د نړۍ هغه لس هيوادونه چې د مساحت له پلوه لوی دي درپېژنو.

۱: روسيه چې ۱۷۰۹۸۲۴۲ کېلو متره مربع مساحت لري چې ۱۶۳۷۷۷۴۲ کېلو متره مربع يې وچه او ۷۲۰۵۰۰ کېلو متره مربع ځمکه يې اوبو نيولې ده د نړۍ د تر ټولو زيات مساحت لرونکی هيواد بلل کيږي.

۲: کاناډا چې ۹۹۸۴۶۷۰ کېلو متره مربع مساحت لري چې له دې جملې څخه يې ۹۰۹۳۵۰۷ کېلو متره مربع ځمکه وچه او ۸۹۱۱۶۳ کېلو متره مربع ځمکه يې اوبو نيولې ده چې په دې توګه د نړۍ دوهم زيات مساحت لرونکی هيواد بلل کيږي.

۳: امريکا چې د نړۍ دريم لوی هيواد دی ۹۸۲۶۶۷۵ کېلو متره مربع مساحت لري چې ۹۱۶۱۹۶۶ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه او ۶۶۴۷۰۹ کېلو متره مربع ځمکه يې اوبو نېولې ده.

۴: چين چې د اسيا د لويې وچې هيواد دی ۹۵۹۶۹۶۰ کېلو متره مربع مساحت لري چې ددې له جملې څخه يې ۹۳۲۶۴۱۰ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه او ۲۷۰۵۵۰ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه ده چې په همدې حساب د نړۍ څلورم زيات مساحت لرونکی هيواد بلل کيږي.

۵: برازيل چې ۸۵۱۵۷۷۰ کېلو متره مربع مساحت لري چې ۸۳۵۸۱۴۰ کېلو مربع ځمکه يې وچه او ۱۵۷۶۳۰ اوبو نيولې ده چې د نړۍ پنځم زيات مساحت لرونکی هيواد دی.

۶: استرليا چې ۷۷۴۱۲۲۰ کېلو متره مربع مساحت لري، ۷۶۸۲۳۰۰ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه او ۵۸۹۲۰ کېلو متره مربع ځمکه يې اوبو نېولې ده چې په دې توګه د نړۍ شپږم لوی هيواد ګڼل کيږي.

۷: هندوستان چې ۳۲۸۷۲۶۳ کېلو متره مربع مساحت لري چې ۲۹۷۳۱۹۳ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه او ۳۱۴۰۷۰ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه ده چې په همدې حساب د نړۍ اووم ډير مساحت لرونکی هيواد بلل کيږي.

۸: ارجنټاين چې ۲۷۸۰۴۰۰ کېلو متره مربع مساحت لري، ۲۷۳۶۶۹۰ کېلو متره مربع ځمکه يې وچه او ۴۳۷۱۰ کېلو متره مربع ځمکه يې اوبو نېولې ده چې په دې حساب د نړۍ اتم لوی هيواد ګڼل کيږي.

۹: قزاقستان چې د اسيا د لويې وچې هيواد دی ۲۷۲۴۹۰۰ کېلو متره مربع مساحت لري چې د هغې له جملې څخه يې ۲۶۹۹۷۰۰ کېلو متره مربع ځمکه وچه او ۲۵۲۰۰ کېلو متره مربع ځمکه يې اوبو نېولې ده چې د نړۍ ۹ زيات مساحت لرونکی هيواد بلل کيږي.

۱۰: الجيريا هيواد چې د افريقا په لويه وچه کې پروت دی ۲۳۸۱۷۴۱ کېلو متره مربع مساحت لري چې ټول په وچه کې پروت هيواد دی چې د نړۍ لسم ډير مساحت لرونکی هيواد ګڼل کيږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.