حزب اسلامي: ځينې کړۍ د جګړې اوږدول غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): حزب اسلامي وايي، حکومت کې ځينې کړۍ په لوی لاس د جګړې اوږدول غواړي.

د حزب اسلامي د عدلي او قضايي ارګان مشر عبدالحی فقيري ويلي چې په حکومت کې د ننه ځينې کړۍ جګړه اوږدوي او د حزب اسلامي د بندیانو اړوند بې غوري کوي.

حزب وايي، حکومت ورسره کړیو ژمنو کې ناغېړي کوي او د دوی ګڼ بندیان يې لا هم نه دي خوشي کړي.

د دې ډلې یو ویاند فضل غني حقمل نن په کابل کې رسنیو ته وویل، زموږ مسوولینو څرخي پله کې له زندانیانو سره لیدلي او هغوی ته ژمنی پوښاک ور وړی دی.

د حقمل په خبره حکومت لا هم د بندیانو په خوشي کولو کې تر اوسه کوم لوی ګام نه دی اخیستی.

د حزب اسلامي د کډوالو چارو مسوول عتیق الله ساپي څرخي پله کې زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مشر له حکومت سره په اړیکه کې دی او پايلې به يې ژر په ګوته شي.

له حکومت سره د حکمتیار د يو ځای کېدو په موافقه کې د حزب د ټولو زندانیانو خوشي کېدل هم شامل و، چې تر اوسه څلور سوه تنه زندانیان دي.

ګلبدین حکمتیار له حکومت سره د یو ځای کېدو پنځه ویشت ماده ییزه هوکړه تېر کال د تلې په اتمه لاسلیک کړه.

هغه له خپلو څو تنو سره د روان کال د غويي میاشتې په څوارلسمه کابل ته راورسید، چې تر اوسه يې کله کله د ټاکنو اړوند څرګندونې رسنیزې کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د