د املوکو اته «۸» په زړه پوري ګټې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): املوک چې موسمي ښکلې میوه ده، په نړۍ کې په جاپانۍ میوه هم شهرت لري.

دغه خوږه او خوندوره میوه د خپل ښه خوند تر څنګ زیاتي روغتیايي ګټې هم لري چې ځینې یې لاندي لوستلای شئ:

په املوک کې مهم غذائي مواد:

د املوکو ګټې په دې کي دي چې دا میوه ځیني مهم غذائي مواد له ځانه سره لري ، چې ځیني يې لاندي دي:

  • ویټامن أ، ویټامین سي، ویټامین اي، ویټامین بي ۶.
  • غذائي فایبر
  • مګناسیوم، مس، پوټاشیم، فاسفور
  • ځیني نور پيچلي مواد چې د ویټامین بي کمپلکس د کورنۍ څخه دي.

د املوک ګټې:

۱- د سرطان څخه ساتنه کوي

املوک د غذائي موادو خزانه بلل کیږي، په دغو موادو کې د سرطان ضد مواد هم ډیر دي، او همداسي د اکسیډریشن (زنګ) مخنیوي لپاره مواد لري، چې په جسم کې د زهرجنو موادو مخنیوی کوی او د خبیثو اورامو د جوړښت څخه ساتنه کوي.

ویټامین سي، ویټامین أ د فینولیک موادو په ګډون د سرطان د مختلفو نوعیتونو څخه مخنیوی کوي.

۲- قوت مدافعت زیاتوي

د انسان قوت مدافعت په طبیعي ډول په همدې میوې سره قوي کیږي، ځکه چې زیات ویټامین سي لري، حتی د املوک یوه میوه د انسان ۸۰ سلنه د ویټامین سي ورځنی ضرورت ور پوره کوي.

ویټامین سي په عمومي ډول په وینو کې سپینې حجرې ډیره وي کوم چې د میکروبونو، جراثیمو، التهابونو او معدي مرضونو په وړاندي د قوت مدافعت لومړی خط بلل کیږي.

۳- هاضمه سموي

لکه نورې میوې ، املوک هم د فایبرو ترلاسه کولو ښه وسیله ده، یوه میوه یې د انسان د جسم ۲۰ سلنه یوه ورځنۍ اړتیا ور پوره کوي.
فایبر د هاضمې حرکت اسانه کوي، او د فضلاتو په ایستلو کې مرسته کوي.

د هاضمې د انزیمونو افراز زیاتوي.

د قبض څخه مخنیوی کوي.

په عمومي ډول د املوک خوراک د هاضمې په سموالي کې مثبت رول لري او همداسي د قولون (غټي کولمې) د سرطان څخه مخنیوی کوي، د وزن په کمښت کې مرسته کوي ځکه چې جسم نه پریږدي تر څو د خوراکونو څخه غوړ واخلي.

۴- د خبیثو اورامو څخه مخنیوی کوي

داسي کیماوي مواد لري چې د اورامو د مرګ سبب کیږي او هغه نه پریږدي چې نور زیات شي او بالاخیره د سرطان سبب شي. که چیري په منظم ډول دغه میوه وخوړل شي نو په جسم کې داورامو د مخنیوی ښه وسیله ګرځیدای شي.

۵- چټکې زړوالې ته سړی نه پریږدي

ځکه چې زیاته اندازه ویټامنونه لري، په ځانګړي ډول ویټامین آ او بیټا کاروټینات او لوټین او نور مواد چې د اکسیډریشن مخنیوی کوي، د اکسیډریشن ځینی تاوانونه دادي:

  • پر پوستکي تور ټکي او ګونجي را څرګندېدل.
  • زهایمر باندي اخته کېدل
  • همیشنی ستړیا
  • د سترګو لید کمیدل
  • د عضلاتو کمزوری کېدل

۶- د سترګو لید ښه کېدل

هغه مواد چې په املوکو کې شته، هغه د نظر د لید او سترګو لپاره ډېر ګټور دی، په ځانګړي ډول زیکنتنین ماده، چې د ویټامین بي کمپلیکس یو مهم عنصر دی. دغه ماده د سترګو د روغتیا سره ژوندۍ اړیکه لري، څیړنو ثابته کړې چې دغه ماده د سترګو د حجراتو د کمزورۍ او زړوالي مخنیوی کوي او د شپي د ړندېدو څخه سترګې ژغوري.

۷- د وینې د لوړ فشار څخه مخنیوی کوي

پوټاشیم په املوکو کې مهم عنصر دی، کوم چې د وینې د فشار په کښته کولو کې مهم رول لري، او همداسي د فشار اړوند د زړه ناروغیو او وینو ناروغیو څخه انسان ساتي.

۸- په جسم کې کیماوي تفاعلات تنظیمول

املوک په زیاته اندازه فولک او تایمنیین مواد لري چې د ویټامین بي پیچلې (B complix) عناصر دي، دغه مواد په جسم کې کیماوي تفاعلات (میټاپولیزم) تنظیموي. په جسم کې د قوت اندازه ساتل او پوره کول یې او همداسی د عضلاتو په جوړښت کې ګټوردي.

مهمه یادونه:

لکه څرنګه چې مو مخکې وویل، املوک په ډېره اندازه د وینو فشار کموي، ځکه نو باید خوراک یې په منظم ډول وشي او په خورک کې یې ډېره مبالغه ونه شي، تر څو د وینو فشار د ټیټېدو سبب نه شي، په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې د وینې د کم فشار څخه شکایت لري، ښه خبره ده چې له املوکو لیري وګرځي او یا یې ډېر کم وخوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د