افغانستان

طالبان: مصر کې د اخوان المسلمين د غړيو د اعدام پريکړه په سختو ټکو غندو

نن ټکی اسيا: طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، چې مصر کې د کودتا رژيم لخوا د مصر د منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي د حکومت له ړنګولو وروسته دغه رژيم د اخوان المسلمين د مرشد عام دکتور محمد بديع په ګډون د ۶۸۳ جګپوړو مشرانو په اړه د اعدام فيصله په سختو ټکو غندي.

طالبان وايي، چې دوی دغه ظالمانه پريکړه تر ټولو په سختو ټکو غندي او تر څنګ يې له نړيوالو بشري او مدني ټولنو، حکومتونو، د نړۍ له ازادو ولسونو، ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس، اسلامي هيوادونو او د نړۍ له ګردو اسلامي ګوندونو، علماوو، دعاتو او ټولو مخورو با نفوذه

څېرو څخه غوښتنه کوي، چې د دغه بشري ناورين مخه په کلکه ونيسي او د خپل ټول وس او توان په کارولو دغه پوځي واکمن د دغو بې ګناه انسانانو له وژلو راوګرځوي.
طالبانو همدا رنګه له ټولو اسلامي ولسونو، په ځانګړې توګه د مصر له خلکو جدي غوښتنه کړې، چې بايد ددغه پوځي واکمن پر خلاف سره يو شي او په ټول اتفاق او اتحاد د دغې ظالمانه پرېکړې مخه ونيسي.
د اعلاميې په پای کې طالبانو د مصر له پوځي واکمنه هم غوښتنه کړې، چې د مظلومو انسانو په وينو دې د خپل حکومت واګې نه ټينګوي، بلکې د دوی د اوښکو په وچولو دې د دوی خواخوږي او مرستې ځانته جلب کړي، تر څو د دنيا او اخرت سرلوړي يې په نصيب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x