شپني عملیات د وسله والو او که ولسیانو خلاف ؟

شاهد (غزنیوال)

د تیرې شنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس د امریکايي پوځي چاروکو په حواله خبر ورکړ چې د روان ډسمبر په تیرو ۲۳ ورځو کې امریکايي هوايي ځواکونو پر افغان خاوره ۷۵۱ راکټ او بمونه ورولي.

په تیر اګست کې د افغانستان لپاره د ټرمپ د جنګي ستراتیژي تر اعلان وروسته د امریکايي هوايي بریدونو تر څنګ د هغوی ګډو ځواکونو هم د شپنيو عملیاتو لړي ګړندۍ کړې ده.

د روان کال د نومبر د میاشتې په ۲۱ د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي پر یوې دینې مدرسې د ګډو ځواکونو شپني عملیات یې یوه وحشیانه بیلګه ده چې تر ۱۲ تنه زیات معصوم درسي طالبان ورکې شهیدان شول.

د پوښتنې ځای دا دی چې امریکایان او د هغوی ملاتړې ولي د کلیوالو خلاف د شپې عملیات کوي؟

ځکه امریکایان ادعاء لري چې د دوي په مقابل کې جنګیدونکي وسله وال ، افغانان نه ؛ بلکې بهرني تروریستان دي چې د افغانستان له پولو بهر دلته را اوړي او د امریکايي او افغان ځواکونو خلاف جنګیږي.

که د امریکایانو او د هغوی د اردلیانو دا ادعاء ریښتیاوي نو بیا دوي د شپې عملیات د کلیوالو خلګو په کورونو ولي کوي ؟

ځکه همدا په اصطلاح بهرني تروریستان خو معلوم محاذونه لري او د هغوي پوځي فعالیتونه هم ټول د ورځې مهال د هغوي له ښکاره سنګرونو او جنګي کرښو څخه تنظیمیږي.

دا خبره د افغاني ټولنې د دود او کلتور د شرائطو له مخې بلکل محاله ده چې یو بهرنی وسله وال دی د افغان کوربانه له خوښې پرته د وسلې په زور د هغه په کور کې شپه وکړي.

که په دې خبره کې امریکایان یا د هغوي بړیڅې شک لري نو عملا دې یوه ورځ یو سل یا دوه سوه کسیز امریکايي ګروپ له جنګي الوتکو او ځمکنیو شوبلو پرته له وسلو سره د میدان وردګو، کندوز او یا بل هر افغاني ولایت په کوم کلي کې د کلیوالو په کورنو کې پریږدي چې له دوئ سره کلیوال افغانان څه برخورد کوي؟

لهذا په کلیوالو سیمو او کورونو باندې د ګډو ځواکونو شپني عملیات د وه احتماله لري.

یا دا چې د دوي د ادعاء له مخې بهرني تروریستان دومره ځواکمن او زورور دي چې د افغان کلیوالو د ټولو مذهبي ، کلتوري او افغاني عنعناتو برخلاف د هغوی د کورونو په حریم کې شپې کوي چې دا کار د افغاني ټولني د دود او دستور له مخې ناشونی دی.

او یا دا چې په همدې کلیو کې اوسیدونکي خلګ بهرني تروریستان نه ؛ بلکې د همدې کلیو اصلي کلیوال دي چې له خپل دین ، خپل هیواد او خپل ناموس څخه د دفاع په غرض یې د امریکایانو او د هغوي د اردلیانو خلاف وسله اخیستي ، هغوی د ورځې د جهاد او مقاومت په سنګرونو کې له دښمن سره په سپین میدان داسې جنګیږي چې دښمن یې له خپل ټول زور او وحشت سره سره له مخامخ مقابلې څخه عاجز وي مګر کله چې د شپې مهال هغوی خپل کور ته راشي او له خپلو معصومو اولادونو سره بي وسلې په آرام خوب ویده وي بُزدله امریکایان او د هغوي بي مروته ملاتړې ورپسي راشې او په توره شپه کې یې د غلو په ډول د کور پر بامونو ور واوړي او هغه په ډیر وحشت سره د خپلو اولادونو له منځه را ولاړ او بیايي د هغوي په مخ کې شهید کړي.

که احیانا چیرته په کوم کلي کې همدا کلیوال مجاهدین د امریکایانو او د هغوی د بي ننګه ملاتړو له یرغلیز ورتګه خبرشي او د خپل کور له حریم څخه د دفاع په خاطر د هغوي مقابله وکړي بیا نو امریکایان د بي ۵۲ او یا هم ایف ۲۲ ډوله الوتکو په وسیله د همدې کلیوال مجاهد ټول کور تر برید لاندې نیسې او هغه له خپلو ټولو معصومو ماشومانو ، تورسریو او بیوزله کلیوالو سره په ډیر وحشیانه ډول شهیدان کړي او کوم څوک چې له بمباره ژندي پاتې شي هغوی د بهرنیو تروریستانو په نوم له خپل کور او کلي څخه په پټو سترګو او تړلیو لاسونو بګرام ته رسوي.

لهذا ویلای شو چې شپني عملیات د امریکایانو او د هغوي د ملاتړو یو بل بشر ضد جنایت دی چې د غلو په ډول یې د شپي له تیارې څخه په استفادې سره د افغان ولس د کلیوالو او د هغوي د ماشومانو او تور سریو خلاف پیل کړی.

خو باید هم امریکایان او هم د هغوي بي ننګه اردلیان پوه شي چې دا بُزدلانه عملیات به یې هیڅکله د افغان ولس د ارادي د کمزوري کولو لامل ونه ګرځي ، بلکې لا به یې د دوي په خلاف د مشروعې دفاع جذبه ورباندې تازه شي.

د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو مخ دې تور وي …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د