افغانستان

طالبان : بدخشان کې مو لس پوستې او۱۲۰ عسکر ژوندي ونیول

نن ټکی آسیا: طالبانو په بدخشان کې د پولیسو د لسو پوستو او ۱۲۰ نورو عسکرو د ژوندي نیولو او همداراز د ۱۶۰ نورو د وژلو خبر ورکړ.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالیو کې د دوی او عسکرو ترمنځ له تیرو درو ورځو راهیسې د روانو نښتو په پایله کې،چې بېګاه ناوخته پای ته ورسېدې، د عسکرو لس پوستې نېول شوي او د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶۰ پولیس او اربکیان ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې همداراز ادعا کړې، چې د دې نښتو په ترڅ کې يې۱۲۰ تنه پولیس  ژوندي نېولي.

نوموړی زیاتوي، چې پر یادو تلفاتو سربېره ، د دوی ملګرو   ۴ ټانکونه، ۱۴ عرادې رينجر موټر،  ۱ عراده انټر نشینل موټر، ۳ میله دهشکه، ۴ پايي هوان ، ۱ ميل زيکويک، ۳۶ ميله پيکا ماشيندار، ۱۶ ميله راکټ لانچر،  ۲۰۰ میله کلاشينکوف او تومانچې او خورا ډېر نور مهمات هم لاس ته راوړي.

نوموړي د خپل لوري د تلفاتو په اړه ویلي : « دجګړې په ترڅ کې زموږ ۵ تنه مجاهدين شهيدان او ۸ تنه نور ټپيان شول.»

ویل کېږي، چې سېمه اوس د طالبانو تر واک لاندې ده او د ګڼو وژل شویو پولیسو او اربکیانو جسدونه اوس هم په سېمه کې پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x