آيا د نور ګوښه کېدل به اشرف غني ګوښه کړي؟

له هغه ورځې چې ارګ عطا محمد نور د بلخ له ولايته ګوښه کړی، په کابل کې د عطا محمد نور ګوښـه کېدل د هرې رسنۍ د سر خبر وګرځېد او هم بهرنيو تبليغاتي رسنيو ته د افغانستان په اړه تبليغاتو ته زمينه برابره شوه.

تراوسه پورې لا د جمعيت د ګوند او ارګ تر منځ د عطا محمد نور د ګوښه کېدو ربړه پر ځای پاتې ده. اجرائيه رئيس عبدالله هم خپل سپيناوى وکړ، ویې ويل چې د نور په ګوښۀ کېدو کې زه څه رول نه لرم خو جمعيت په دې اړه موافقه درلوده.

عبدالله ارګ او د جمعيت ګوند ځینې غړي سره ښکر په ښکر کړل. دا به وروسته ثابته شي چې ارګ ته نورې څومره ستونزې د عطامحمد نور په ګوښه کېدو راولاړېږي او امکان شته چې د ارګ پر خلاف د جمعيت ګوند پورې اړوند د لوړ پوړو چارواکو نظرونه نور هم پسې خراب شي.

تېره ورځ قوماندان محمد اسماعيل خان په هرات ولايت کې يوه مطبوعاتي غونډې کې د جمعیت د اجرائیوي رئیس عطا محمد نور د ګوښه‌کولو په اړه د غني د وروستي اقدام پایلې د ۱۳۵۷ ثور ۷ مې نېټې کودتا ته ورته وبللې، او خبرداری یې ورکړ چې د ښاغلي نور ګوښه‌کول په هېواد کې د نه جبرانېدونکي ناورین سببېږي.

د اسماعيل خان اشاره ډېره لیرې ده او هغه پايلې چې د ثور کودتا له ځانه سره ولرلې، امکان لري اشرف غني سره هم دغه ډول چلند وشي. هغهو اشخاصو چې سردار محمد داؤد خان پرې زيات باور درلود، هغوی یې په وژلو اقدام وکړ.

پر سردار محمد داود خان له اقدامه وروسته خو روسانو ته د يرغل زمينه برابره شوه، پر اشرف غني به کوم بل يرغلګر ته د يوه بل يرغل زمينه سازي کېږي، دا به ورسته وخت ځواب کړي، خو داسې بریښي چې د اشرف غني پر خلاف په حکومت کې د چاروکو ذهنونه بدل شوي دي ځکه خو تراوسه پورې ارګ د جمعيت ګوند په وړاندې قاطع ځواب نه دى ويلى.

که د اسماعيل خان په وينا په حکومت کې د جمعيت ګوند پنځوس سلنه ونډه ولري، بيا خو اشرف غني خپله پرېکړه کې ترميم کولاى شي، او که جمعيت ګوند یې مخالفت د کودتا درشل ته ورسوي، بيا هم اشرف غني ترې ځان نه شي ژغورلاى.

د تېرو درو ورځو په دوران کې د جمعيت د يو شمېر غړو او اشرف غني تر منځ يو څه خبرې وشوې. هغه چې اشرف خان د ځان نږدې باوري اشخاص بلل، له هغوی سره هم کومې موافقې ته ونه رسېد. اشرف غني اوس په دوره لاري کې ولاړ دى، نه د جمعيت ګوند ځواب ورکوي او نه په شمال کې د نور پر ځای ټاکل شوي والي ته د دندې د اشغال امر کولاى شي.

که وروسته له دې په شمال کې ناامني نوره هم پسې زياته شي، د جمعيت ګوند او يو شمېر د شمالي عطا نور پلويان به اشرف غني په ناامنيو ګرم کړي، چې امکان لري په شمال کې په همدې موخه يو څه ګډوډي نوره هم پسې زياته شي، چې بيا به له اشرف غني سره د ډاکټر نجيب او دوستم چلند ته ورته چلند وشي.

اشرف غني که له يوې خوا په ځنو شمالي ملګرو ډاډ لري، نو له بلې خوا په جمعيت ګوند کې هغه اشخاص چې په ظاهره د اشرف غني ياران وو، اوس د عطانور په ملګرتيا وزرونه خوروي. همدا ډول امکان لري اشرف غني په شمال کې باوري ملګري هم له لاسه ورکړي او د نور ګوښه کېدل د اشرف غني په ګوښه کېدو تمام شي.

دا هم بايد اشرف غني په ياد ولري چې له عبدالله سره یې څه وخت مخالفت درلود، په شمال کې یې مخالفين زيات وو، اوس هم د نور په مسئله هغه مخالفين چې د يو څه مودې راپدېخوا یې د اشرف غني خوا نيولې ده، بيا یې مخالفت وکړي، بيا به له اشرف غني ورخ اوبو وړى وي او د ځان د ګوښه کېدو انتظار به کوي.

د کابل ټکی کام تبصره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د