افغانستان

د سولې عالي شورا د علماو غونډه رابللې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): په داسي وخت کې چې د امریکايي ځواکونو د زیاتېد وروسته په افغانستان کې بمبارۍ او جګړې زیاتي شوي، د سولې عالي شورا نن په کابل کې د افغاني علماو یوه غونډه را بللې چې په وینا یې غواړي د طالبانو سره دسولې د خبرو په اړه یو میکانیزم را منځته کړي.

د سولې شورا ویلي چې په دغه غونډه کې ټول شاوخوا ۷۰۰ افغاني علماو د مختلفو ولایتونو څخه ګډون کړی او ترسبا ورځې به دوام وکړي.

غونډې ته د وینا پر مهال د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي پر علماو غږ کړی چې د افغانستان په سوله او امنیت کي دي ونډه واخلي.

نوموړي وویل چې ددغه غونډې هدف د نظرونو تبادله ده تر څو د طالبانو سره د سولې په برخه کې یو ګډ میکانیزم رامنځته شي او همداسي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره پرانیستل شي.

خلیلي زیاته کړه: یوازي سوله ده چې کولای شي چې افغانستان د روانو سختو حالاتو څخه وژغوري، مونږ د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره قدمونه اخیستي دي.

او زیاته یې کړه: زه امید لرم چې د دواړو خواو علما ( طالبانو او حکومت ) د سولې لپاره کار وکړي او د افغانستان ولس ته دا ثابته کړي چې د علما کولای شي افغانستان ته امنیت او سوله راولي.

د افانستان د علماو شورا مشر قیام الدین کشاف هم غونډې ته د وینا پر مهال د سولې خبرو پر پیلیدو ټینګار وکړ او وې ویل چې په هیواد کې سوله راشي، نور هیوادونه به بیا په افغانستان کې د مداخلو څخه وګرځول شي.

غونډې ته د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف هم وینا وکړه، نوموړي وویل چې دیني علما باید د سولې شورا ته مشورې ورکړي چې څرنګه کولای شي په هیواد کې سوله راولي، ځکه سوله یوازینی لاره ده چې کولای شي د افغانستان د پرمختګ سبب شي او روانې غمیزې ته د پای ټکی کښيږدي.

باید وویل شي چې د سولې بل اړخ طالبان بیا ټینګار کوي چې پر یوه وخت اشغال او سوله ناممکنه ده، لومړی باید د امریکایانو سره خبرې وشي او د هغوی څخه تضمین واخیستل شي چې د سولې د راتګ وروسته به د افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي، چې د کابل حکومت یې تروخت مخکي شرط بولي او ټینګار کوي چې یو ځل دي د سولې خبرې پیل شي او بیا دي د امریکایانو پر پاته کېدو او نه پاته کېدو بحث وشي.

د کتونکو په باور وروستیو پيښو روانو حالات یو ځل بیا دا ثابته کړې چې په افغانستان کې د سولې او جګړې واک ټول یوازي د امریکا سره دی، خو هغوی د ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلان وروسته د جګړې په اراده دي او غواړي چې د زور له لاري طالبان ختم کړي، په کوم کې چې تېر ۱۶ کاله ناکامه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

چی پورہ اولس کالہ یی دموساد معاشونہ نوش جان کړ‎ی دھغو پہ وړ‎اندیز سولہ نہ توجیہ کیدونکی دہ -اغبیاء سوء

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x