ټولنیزه برخه

په بريا مين ماتې نه مني

 

كيسه كا چې په جاپان کې یو ډیر میړنی او توریالی  امپراطور و، ده به چې هر وخت په کوم ځای حمله کوله یابه له جګړې سره مخامخ کیدی له ځانه سره یې یو ځانګړې اوسپنیزه سیکه لرله، او هغه به یې د نیکپالي او بدپالي له پاره کاروله، د اوسپنیزې سیکې په یوه مخ انځور او په بل لیکل نقش و، هغه به یې وغورځوله که د انځور مخ به یې پورته شو خپل لښکر ته به یې ویل چې موږ به خامخا بریالي کیږو او که د لیکلوپر مخ به ولویده  ورته ویل به یې موږ به ماتې خورو.

عجیبه خو دا وه چې ده به هر وخت هغه سیکه وغورځوله د انځور مخ به یې پورته و او هیڅکله یې د لیکلو مخ نده پورته شوی. نو ځکه یې لښکرې په ډیره میړانه سره جنګیدلې، هر وخت به بریالي وو او هر وخت به ګټات د دوی په برخه وو. د دې بریالیتوبونو له برکته دې امپراطور په جاپان کې ټول مخالفتونه وځپل جاپان یې یو موټی او پیاوړی هیواد وګرځاوه او هیڅ باندني دښمن یې لورته کاږه هم نشوی کتلی.

جاپانی امپراطور په عمر لوی او سپینږیری شو اخیر یې د مرګ شپې رانږدې شوې، یوه ورځ یې هغه زوی خونې ته ورغی چې د ده ځای ناستی و او ورته ویې ویل: پلاره ستاسو د عمر وروستۍ شپې ورځې دي غواړم هغه ستا ځانګړې اوسپنیزه سیکه  ماته راکړې څو زه هم ستا پر لاره روان او ستا د بریالیتوبونو لړۍ وغځوم، پلار یې ډیر کمزوری او بې سیکه شوی و سمدستي یې جیب ته لاس کړ هغه سیکه یې را واېستله، او زوی ته يې ورکړه، زوی یې سیکه ور واخیستله چې یوه مخ ته یې وکتل انځور یې پرې ولید او کله یې چې په بل مخ واړوله جټکه یې وخوړله او په حیرانتیا سره یې پلار ته وکتل، ځکه په دویم مخ هم کټمټ عکس و او لیکل نه و، پرته له دې چې د پلار کمزوري او ناروغي په خیال کې ولري ورته ویې ویل: پلاره دا دومره اووږده موده تا ټول ولس دوکه کړی وو، اوس به هغوی ته زه څه وایم !!  ورته وایم به چې زما پلار دوکه باز او دروهونکی اتل و ؟!

پلار یې ورته وویل: زویه ما هیچا ته دوکه نده ورکړې، دا ژوند ده په ژوند کې چې ته هرې معرکې او د جګړې هر ډکر ته ننوځې ستا په مخ کې دوه خیاره او غوراوي پراته دي لومړی خیار او غوراوی بریالیتوب ده او دویم… دلته زوړ امپراطور د څه مودې له پاره چوپ پاته شو او بیا یې زیاته کړه: او دویم خیار هم بریالیتوب ده،  ځکه څوک چې له بریالیتوب سره مینه لري هغه  ماتې او ناکامي نه مني.

موږ له ځینې کارونو سره مینه لرو او له ډیرو سره یې نلرو، دا راز له ځیني علومو او فنونو سره مو علاقه زیاته وي او له نورو سره کمه، دا که څه هم اصلا د ذوق او شخصي تمایل غوښتنې دي خو په ټولیزه توګه باید دا  تمایلات او لیوالتیاوې رایویوځای کړل شي او ټول په بریا پورې وتړل شي، دا مینه او لیوالتیا باید دومره زیاته وي چې د ماتې په څیر تریخ او زمولوونکی حالت د سړي دلارې خنډ نشي، او له ځانه سره هوډ وکړي چې زه ماتې او ناکامي نه پیژنم او په دې کې شک نشته چې په بریا مین انسان ماتې نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x