افغانستان

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره: ډېر ژر به بلخ ته نوی والي معرفي شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې ویلي چې د بلخ لپاره ټاکل شوی نوي والي به ډېر ژر د یو شمېر حکومتي چارواکو له لوری معرفي شي.

ددغې ادارې ویاندي منیره یوسفزی زیاته کړې چې ولسمشر اشرف غني پر خپل موقف ټینګ ولاړ دی، د بلخ د والي په توګه د انجینر داود د ټاکني چاري نهايي شوي دي، هغه به ډېر ژر په کار پیل وکړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه انجینر داود هم ویلي وه چې کله هم بلخ ولایت ته د تګ امر تر لاسه کړي ، هلته به ولاړ شي او خپله دنده به پر مخ یو سي.

د یادونې وړ ده چې د جمعیت اسلامي مخکښ مشر او د بلخ پخوانی والي جنرال عطا نور تر اوسه هم نه ده منلې چې د بلخ ولایت د واک چارې به بل چاته وسپاري، هغه د تیرې شنبې په ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې توندې څرګندونې وکړې او د بلخ ولایت پرېښودو څخه یې انکار وکړ.

هغه وویل چې استعفا یې نه ده ورکړې او وې ویل چې د ملي وحدت حکومت ته مشروعیت ددوی ګوند ورکړی دی، که چیري جمعیت اسلامي د ګډحکومت څخه مشروعیت واخلي، دا حکومت به هم نه پاتې کیږي.

هغه وویل چې خپله دنده یوازي د خپل ګوند په پرېکړه پریږدي، د ولسمشر پرېکړې ته احترام نه لري، ځکه چې دوی هم په واک کې نیمی په نیمی شریک دي.

عطا نور د تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د بلخ والي دي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو د شورا په غونډه کې د وینا پر مهال عطا نور ته په ځواب کې وویل چې پر خپلو غاښونو دې پام کوي او زیاته یې کړه چې د جمعیت ګوند په مشوره د عطا نور د ولایت په اړه پرېکړه شوې وه، که هغه له دغې چوکۍ لیري شي، اسمان به نه را نړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x