افغانستان

د اشرف غني او عطا نور تر منځ شخړې د بلخ تجارت متاثره کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولایت د تجارت خونه وايي چې د ولسمشر اشرف غني او جنرال عطا نور تر منځ وروستی شخړې په دغه ولایت کې تجارت او پانګه اچونه تر سیوري لاندي را وستلې ده. او زیاته کړې چې د روانې شخړې له امله به د بلخ ولایت څخه پانګه بهر ووځي.

د بلخ ولایت د تجارت خونې مشر آرش یونسي دطلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: « که حالات همداسي دوام ومومي، زه راتلونکی تاریک وینم، پانګه اچونه به صفر ته را ټیټه شي».

د شفیق پیمان په نامه د وچې میوې د پراسس یوه شرکت مشر وویل چې دده خپل تجارت د وروستی شخړې له امله متضرر شوی دی.

هغه د طلوع تلویزون سره په مرکه کې وویل چې ده ۲ ملیونه ډالره مصرف کړي تر څو د بلخ ولایت څخه امریکا او اروپا ته وچه میوه صادره کړي. خو د اشرف غني او عطا نور تر منځ شخړې ددوی تجارت متاثره کړی، دوی خپل فعالیت درولی او د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د راپور سره سم په دغه شرکت کې اکثره کارکوونکي ښځي دي چې شمېر یې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته رسیږي، یوې ښځينه کارکوونکي فروزن هاشمي ویلي که چیري دغه شرکت فعالیت ودروي دوی به سخته اقتصادي ضربه وویني.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د ولسمشریزي ماڼۍ یوه ویاند د عطا نور د استعفا د منظورۍ خبر ورکړ خو عطا نور وايي چې اوس هم د بلخ ولایت والي دی او هیڅ څوک یې نشي لیري کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx