fbpx

د زړونو پاچا

حامد افغان

یوه سړي خپلي ښځي ته وویل: په قسم سره راته ووایه چې زه درباندې ګران یم؟ هغې ورته وویل: چې په قسم سره راباندې وایې نو نه یې راباندې ګران! سړی عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، کیسه یې ورته وکړه، هغه یې ښځه راوغوښتله.

عمر ښځي ته وویل: ایا تا دې مېړه ته ویلي چې نه یې راباندې ګران؟! ښځي وویل: زما دې توبه وي، امیر المؤمنین! هغه زه په قسم بنده کړه، مجبوره یې کړم، نو په داسې حال کې دروغ ورته ووایم؟! عمر ورته وویل: هو، دروغ ووایه، ستاسو کومي یوې ته چې خپل مېړه ګران نه وي، د “نه ګرانښت” خبره دې هغه ته نه کوي. ډېري کمي داسې کورنۍ دي چې په مینه ولاړي دي، خلک په اسلام او یوه بل سره ښېګڼه کولو وخت تیروي او کورونه ابادوي.

مأخذونه: أخرجه البخاري في التاريخ الكبير (4/152)، والفسوى في المعرفة والتاريخ (1/392). وابن جرير الطبري في تهذيب الآثار

دې کیسه کې د کورنی ژوند لپاره خورا په زړه پوري او دلچسپي د ګټي خبرې نغښتې دي، هغه دا چې د انسانانو مختلفو مزاجونو ته په لیدو د ګډ ژوند ښه پر مخبیولو لپاره که ځیني ځایونه مینه اغېزمنه وي ډېری داسې خلک شته چې هغوی له میني پرته د اسلامي اخلاقو او انساني خواخوږي له برکته د ژوند عربي رغړولی او پرمخبیولی شي او دا حقیقت دی موږ یې پخپل چاپيريال کې وینو.

عمر بن الخطاب په رښتیا هم د خلکو د زړونو واکمن او پاچا و، هغه ته مېړه او ښځي خپلې ډېري پټې او وړې خپل منځي ستونزې هم رسولې او بیانولې! او هغه په خورا حکیمانه او ښایسته توګه ورحل کولې. زما لپاره په دې کیسه کې ډېره د تعجب وړ خبره همدا وه. الله دې له عمر نه راضي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د