افغانستان

د سمنګانو په یوه کان کې چاودنې ۲۲ تنو مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی  آسیا: له سمنګانو ولايت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې د دغه ولایت د صوف بالا درې په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له کبله دولس تنه وژل شوي او کابو شل نورپه تونل کې بند پاتې دي.
د سېمي د اوسېدونکو او عیني شاهدانو په خبره،چې دا پېښه نن سهار لس بجې شاوخوا د صوف بالادرې د مرک دهانه تور کلي سېمي د ډبرو سکرو په یوه کان کې رامنځته شوې.

د صوف بالا درې ولسوالۍ اجراييوي امر سيد عبدالخالق رسنیو سره په خبرو کې، پېښه تایید کړې او وايي، چې دوى ته تر اوسه په دې باب هېڅ معلومات په لاس نه دي ورغلي.

نوموړي زیاته کړې، چې سېمي ته یې پلاوى لېږلىؤ څو په دې اړه څېړنې وکړي.

 بل پلو، د سمنګانو امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بېکزاد هم د دې پېښې پخلى کړى دى. هغه وويل، چې په کان کې د ٢٠ بندو کسانو د ژغورنې لپاره عمليات پيل شوي دي او دوی توانېدلي دي چې تر دې مهاله  له دغه کان څخه د ١٢ کسانو مړي را وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x