نړۍ

امریکا له ملګرو ملتونو سره کلنۍ مرسته ۲۸۵ ميليونه ډالره کمه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۶ل):امریکا له ملګرو ملتونو سره د مالي مرستو په باب کې د کمي پرېکړه کړې او اعلان يې کړی، چې له دغې ټولنې سره به خپلې کلنۍ مالي مرستې ډېرې کمې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نيکي هيلي ويلي، چې هېواد يې له دغې ټولنې سره د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ مالي کال لپاره په خپلې مالي مرستې کې ۲۸۵ مليونه ډالره کمی راوستی دی.

متحده ايالتونه هر کال له ملګرو ملتونو سره ۳،۳ ميليارده ډالره مرسته کوي، چې د دغې ټولنې ۲۲ سلنه بوديجه برابروي.

مېرمن هيلي ويلي: «د ملګرو ملتونو کمزوري او له اندازې زیات لګښتونه هر چا ته ښکاره دي او موږ نور اجازه نه ورکوو، چې د امریکا د خلکو مالونه همداسې له نظارت پرته ولګول شي.»

آغلې هيلي ټينګار کړی: «موږ د ملګرو ملتونو د کارونو او ګټو د پايلو په ارزولو لګیا يو او ګورو، چې د ملګرو ملتونو فعاليتونه زموږ لپاره څومره ګټور تمامېدای شي.»

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو نړيوالو ټولنو سره اختلافات لري.

د امریکا او ملګرو ملتونو تر منځ د اختلاف نوې موضوع د ملګرو ملتونو له لوري د ټرمپ د پرېکړې پر ضد د بیت المقدس په قاطع ملاتړ پرېکړه وه، چې د امریکا او اسرائيلو غوسه يې راپارولې ده.

د روان ډيسمبر مياشتې په شپږمه ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ، چې بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه پېژني او هلته يې د خپل سفارت د لېږدولو پرېکړه هم وکړه، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېوادونو په اکثريت دغه پرېکړه وغندله.

تېره پنجشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې هم په دې اړه د ترکيې له لوري وړاندې شوی قرارداد د رايو په اکثريت منظور شو.

د رايو له کارولو وړاندې نيکي هيلي او ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی و، که هر هېواد د امریکا پر ضد د فلسطين په ملاتړ رايه ورکړه، دوی به پرې مالي مرستې بندې کړي، خو د ملګرو ملتونو په دغې غونډې کې ۱۲۸ هېوادونو په قاطع اکثریت د فلسطين په ملاتړ، نهو يې د امریکا په ملاتړ رايې ورکړې او ۳۵ هېوادونو په رايې اچولو کې ګډون نه و کړی.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې دغه ډول پرېکړې بې ساري بلل شوې او د امریکا لپاره هم حيرانوونکې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x