خبرونه

ویسا ورځپاڼه: بسم الله محمدي او تاج محمد جاهد به هم د محکمې مېز ته راکش کړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا لیکلي، د ملي یووالي حکومت د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد ته هم د فساد دوسیې جوړې کړې او ډېر ژر به د محکمې مېز ته راکش کړل شي.

ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي، د اجراییه رییس په کور کې بسم الله محمدي ډاکټر عبدالله ته ویلي و، چې عطاء محمد نور په حقه دی؛ خو عبدالله عبدالله ورته ویلي چې ته دې د فساد د دوسیو غم وخوره او عطاء محمد نور پرېږده.

څو ورځې وړاندې د جمعیت ګوند د استازو ترمنځ غونډه شوې وه او اجراییه رییس د جمعیت ګوند له استازو غوښتي وو، چې د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور په تړاو خپل دریځ روښانه کړي؛ خو د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي او د کورنیو چارو پخواني وزیر تاج محمد جاهد له عطاء محمد نور ملاتړ کاوه او عبدالله عبدالله یې هم  د عطاء محمد نور ملاتړ ته هڅولی وو.

اجراییه رییس دغو دواړو پخوانیو وزیرانو ته ویلي وو، چې د عطاء محمد نور د ملاتړ پر ځای باید د خپل کړي فساد غمه وخوري او خپلې دوسیې پاکې کړي.

بسم الله محمدي په ۲۰۱۲ کال د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د دفاع وزیر ټاکل شوی و او د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو پورې د دفاع وزیر و.

په بسم الله محمدي تور دی، چې د دفاع وزرات په قراردادونو کې یې میلیونونه ډالر غلا کړي دي.

تاج محمد جاهد ۲۰۱۶ کال کې  د کورنیو چارو د پخواني وزیر نورالحق علومي پر ځای د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی او پر ده هم د اداري فساد تورونه دي.

د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې د اداري فساد پر ضد به مبارزه کوي او اوسني ـ پخواني تورن شوي چارواکي به محکمه کوي.

د عطاء محمد نور په سر د جمعیت ګوند د غړیو ترمنځ هم اختلافات پیدا شوي او ځینې غړي یې د عبدالله عبدالله له دریځه ملاتړ کوي او ځینې یې د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور ملاتړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x