
ولسي جرګه: حکومت د جګړې په کابو کولو کې پاتې راغلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړي وايي، افغان امنیتي ادارو د «مخالفینو» پر ضد جګړه کې ماتې خوړلې او ناامني ورځ تر بلې ډېره شوې ده.
د دغې جرګې غړیو د امنیتي ادارو په اوسنۍ تګلاره نیوکه وکړه او د امنیتي ادارو مشران یې د جګړې په مدیریت کې ناکام وبلل.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده وايي، حکومت تراوسه د مخالفینو پر ضد هېڅ ډول عملیات نه دي کړي او د ژمي په دې ساړه موسم کې هم ناامني ورځ تر بلې ډېره شوې ده.
د اخندزاده په خبره، د هېواد ډېرې سیمې د مخالفینو په لاس کې دي، مخالفین هره ورځ ولسوالۍ او پراخه سیمې نیسي؛ خو د امنیتي ادارو چارواکي یې پر وړاندې غبرګون نه ښيي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازې شکېبا هاشمي بیا د ملي یووالي حکومت په دواړو مشرانو نیوکه وکړه، چې د سولې پر ځای ډېر ټینګار په جګړه کوي؛ خو ګټلی یې نه شي.
د هاشمي په خبره، ولسمشر سوله او جګړه نه شي مدیریت کولی، د ملي یووالي حکومت باید د جګړې ستراتېژي په سوله بدله کړي.
د ولسي جرګې غړي داسې مهال حکومت د جګړې په ګټلو کې پاتې بللی، چې تېره ورځ په کابل کې د ملي امنیت په اداره برید وشو؛ خو پړه یې تراوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.