افغانستان

مالیې وزارت: د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ډېره بودیجه لګول شوې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال ډېره بودیجه لګول شوې ده او په ملي عوایدو کې هم ډېروالی راغلی دی.

د حکیمي په خبره، په روان کال کې ۶۷ سلنه بودیجه لګول شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله دغه سلنه څو چنده ډېره شوې ده.

دی وايي، د حکومت اړوند وزارتونو او ادارو په روان ۱۳۹۶ په مالي کال کې ۶۷سلنه پراختیايي بودیجه لګولې، چې د تېرو درېیو کلونو په پرتله څو برابره ډېره ده.

د مالیې وزیر د ملي عوایدو د زیاتوالي، د بودیجې د لګښت او د اقتصادي پراختیا د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په ۱۳۹۳کال کې پراختیايي بودیجه ۴۴ سلنه، په ۱۳۹۴ کې ۵۳ سلنه او ۱۳۹۵ کال کې ۵۴ سلنه بودیجه لګول شوې وه؛ خو سږ کال دغه سلنه ۶۷ ته لوړه شوې ده.

ده وویل، په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې اقتصادي پراختیا ۱،۳وه؛ خو په روان ۲۰۱۷ کې ۲،۶ ته لوړ شوی دی.

د مالیې وزیر وویل، سږ کال یوازې د پوهنې وزارت کمه بودیجه مصرف کړې او د خپلې بودیجې ۳۷سلنه یې لګولې ده.

د مالیې وزیر د ۶۷سلنه بودیجې د لګولو خبره داسې مهال کوي، چې اوسمهال د عامو افغانانو اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي او په تېرو درېیو کلونو یو میلیون خلک بې کاره شوي دي.

ولسي جرګې دوه اوونۍ وړاندې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه رد کړه او په بودیجه کې یې د ناانډولۍ د لرې کولو غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x