افغانستان

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون تر نن ماښامه دوه لکه دېرش زره رايې باطلې اعلام کړې

د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون مسوولینو تر نن ماښامه د پنځه سوه پنځه ویشت محلونو اړوند د شکایاتو له څېړلو وروسته دوه لکه دېرش زره رايې باطلې اعلام کړې.د دې کمیسیون مسوولینو ويلي دي چې د رايې دغه بطلان به د ټاکنو په وروستیو پایلو ډېر اغېز وکړي.

د ټاکنو ځينې نوماندان د ځینو محلونو د رایو په بطلان نیوکه لري او وايي چې باید بیا يې پوښتنه وشي، په دې لړ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کندز،غزني، او هرات ولایتونو اړوند پنځه شکایتونه، ډاکټر اشرف غني احمدزي د بغلان اړوند درې شکایتونه او د داوود سلطان زوی له خوا یوشکایت ثبت شوی دی.
شنونکي په دې باور دي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د لومړني مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم شکمنه ناروغي به هم په وروستیو پایلو بې اغېزې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x