دغه خواړه دوهم ځل مه ګرموئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د وسایلو په ډېروالي سره په عام ډول خلک کورونو کې د درې وخته پخلي پر ځای دوه وخته پخلی کوي، اکثر خلک د غرمې پخه ډوډۍ بیګا او یا د شپې پخه شوې ډوډۍ سهار خوري؛ خو ځینې خواړه دي چې د هغې خوراک د دوهم ځل ګرمولو نه وروسته روغتیا لپاره خطرناک ثابتیږي.

دلته داسې ځانګړي خواړه ذکر کوو چې که د شپې لخوا سم زخیره نشي، او دوهم ځل استعمال شي روغتیا زیانمنوي او مرګ ګواښونکي ثابتیږي.

سبزیانې: ځینې سبزیانې دي چې که هغه په سمه طریقه زخیره نشي او یا د سم نه ګرمولو نه وروسته وخوړل شي روغتیا ته نه یواځې خطرناک بلکې مرګونې ثابتیږي، د امریکې د خوراک خوندیتوب او ساتنې ادارې په وینا که چیرې د پاتې شوې سبزي خوړلو اراده لرئ نو باید په منفي ۴ سانټي ګریډ کې یې کیږدئ، پالک او همدارنګه نورې سبزیانې هیڅکله د کوټې په تودوخه کې مه ساتئ، ځکه چې دا د مختلفو ناروغیو لامل کیدلی شي، لکه ساه بندیدنه، سر تاویدل او همداسې نور.

ویجیټیبل (سبزیجاتو) غوړي: په ویجیټیبل غوړو کې خواړه دوهم ځلې ګرمول او بیا خوړل روغتیا لپاره زیانمنونکې دي، او دا د سختو او اوږدمهاله ناروغیو لامل کیږي، په دې سره د زړه او سرطان ناروغي رامنځته کیږي

پوخ شوی چرګ: د چرګ دوهم ځل ګرمولو نه وروسته خوراک خطرناک ثابتیدلی شي ، په ځانګړي ډول کله چې د څو اړینو شیانو خیال ونه ساتل شي، د چرګ په دوهم ځل ګرمولو سره په دې کې د شته پروټینو کموالی راځي چې بد هضمي پیدا کوي، که تاسې غواړئ چرګ دوهم ځلې ګرم او بیا وخورئ نو تر دومره اندازې زیات یې ګرم کړئ چې ددې دننه برخه هم ښه ګرمه شي.

وریجې: د وریجو زیات استعمال ته په کتلو ددې دوهم ځل استعمال هم د نورو سبزیانو په نسبت ډیر کیږي، چې د روغتیا لپاره زیانمن دي، د برطانیې معیاري خوراکي توکو ادارې په وینا چې د ورېجو ګرمول او بیا خوړل به دومره ستره ستونزه نه وي، خو دا په سمه طریقه نه زخیره کول د ناروغیو رامنځته کیدلو لامل جوړیږي، په وریجو کې ځینې بکتریاوې موجودې وي چې له پخیدلو وروسته هم نه ختمیږي، که تاسې ورېجې د پخیدو نه وروسته د خونې په تودوخه کې ساتئ نو ددې بکتریاوې نورې هم زیاتیږي، چې دوهم ځل خوړو سره قئ، زړه پورته کیدو او نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د