
دوو ورځو کې د ارغندۍ ـ غزني برېښنا نښلول کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، راتلونکو دوو ورځو کې به د ارغندۍ – غزني برېښنا ونښلول شي.
د دې ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي وايي دوی د برېښنايي پايو او لینونو د ساتنې په موخه مخالفین ځپلي دي.
که څه هم طالبانو په خپلو اعلامیو کې د عام المنفعه پروژو د ساتنې ټټر وهلی، خو د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان احمد فهیم قایم وايي طالبانو وړاندې تر دې هم برېښنايي مزي شلولي و.
له ارغندۍ څخه غزني ته د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا غزېدلی مزی څه موده وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري غوڅ کړل شو، چې د وردګو ولایتي چارواکي يې د طالبانو کار بولي.
د دې پايو او مزیو ډېره برخه سید اباد ولسوالۍ نه تېرېږي، چې طالبان پکې پراخ واک لري او وړاندې تر دې يې د پایو د ټینګولو او مزیو د تړلو پر وړاندې خنډ نه دی جوړ کړی.
د وردګو امنیه قومندان د برېښنا د غځولو په موخه د عملیاتو خبر ورکوي، خو ځايي اوسېدونکي دغه عملیات د خلکو د ځورولو لپاره بولي.
د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکی خبريال او خواله رسنیو کې فعال ولی الله شاهین وايي، د ملي اردو د عسکرو له وېرې د دوی د کلي ګڼ ځوانان تېښتې ته اړ شوي دي.
هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، داسې ښکاري لکه طالبان او امنیتي ځواکونو چې د ولس ځورولو ته چل جوړ کړی وي.
سلامونه او لوړ احترامات مه ومنی د امنیه قومندان چی کومی څرګندونی کړی هسی دروغ دی په خدای ج دی باور شته که طالبان ونه غواړی چی اوس د میدان وردګو د امنیی قومندان عملیات شروع کړی چی وزیر د فاع شروع هم کړی که کومه خاصه نیجه به ورنه کړی بس اولس او طالبان سره پریږدی هر سه به سم شی که د افغانستان روښانه راتلونکی غواړی خصوصان په دغه برخه کی ځکه زه ددغی ساحه عینی شاهید یم چی تراوسه طالبان د برق په ارتباط هیڅ نوغ مخلفت نه دی ښودلی بی ځای عملیات او بی ځای خبری… نور لوستل »