افغانستان

پوتين: د امریکا له موجودیت سره سره د افغانستان وضعیت خراب شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): روسي ولسمشر ویلادي ميرپوتين وايي، سره له دې چې امریکا او ناټو دواړه په ‏افغانستان کې پوځي حضور لري، خو د دې هېواد وضعیت بیا هم خراب دی‎. ‎

هغه له انټرفکس خبري اژانس سره خبرو کې ويلي، «د امریکا او ناټو په پوځي حضور کې د افغانستان وضعیت خراب شوی، دا ‏واقعیت دی او لا هم په خرابېدو دی.»

پوتين وايي که څه هم د امریکايي او ناټو پوځيانو په حضور کې د افغانستان وضعیت مخ پر سمېدو نه ښکاري، خو مني چې که ‏دوی هم نه وای ښایي حالت تر دې هم خراب شوی وای‎. ‎

پوتین وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې ځانګړي استازي ضمیر کابولوف دلته د داعش پر ‏پراخېدو اندېښنه وښوده‎.‎

کابولوف وويل د داعشي وسله والو شمېر ۱۰ زرو ته رسېږي او په غربي وسلو سمبال د منځنۍ اسیا او روسيې لپاره ستر ‏ګواښ دی‎. ‎

روسیه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه چین، پاکستان او افغانستان په پیکنګ کې د روانو مسائلو په اړه غونډه لري‎. ‎

روسيې تر دې وړاندې هم امریکا او افغان حکومت د داعشي ډلګۍ پر ډېرولو او ملاتړ تورن کړي و‎. ‎

د افعانستان د دفاع وزارت بیا تېره ورځ د ضمیر کابولوف څرګندونې ناسمې وبللې، دولت وزیري وویل، داعشیان زرګونه نه؛ بلکې ‏سلګونه تنه دي‎. ‎

د هغه په وینا داعش له پیله تر اوه – اته زره تنه نه اوښت، دوی يې زرګونه تنه وژلي او نیولي دي او اوس يې شمېر سلګونو ته ‏ټيټ شوی دی‎. ‎

وزیري ونه ویل چې په کومو سیمو کې يې زرګونه داعشیان له منځه وړي دي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx