د چينايي، افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ درې اړخیزه غونډه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د چين په پلازمېنه پیکنګ کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنیو چارو ‏وزیرانو تر منځ درې اړخیزه ناسته کېږي‎. ‎

د بهرنیو چارو وزارت وايي غونډې ته تېره ورځ تیاری نیول شوی دی او نن به رسماً پیل شي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ‏صلاح الدین رباني په همدې موخه پیکنګ ته رسېدلی دی‎. ‎

د بهرنیو چارو وزارت وياند شکیب مستغني وايي، غونډه د چین له لوري د ګډو سیمه ییزو مسایلو د بحث په خاطر جوړه شوې ‏ده‎. ‎

د دې وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وايي هیله ده، په غونډه کې به د اقتصادي همکارۍ، د سیمې د نښلولو او تروریزم سره د ‏مبارزې په اړه یو توافق ته ورسېږي‎.‎

د چین چارواکي وايي دوی هڅه کوي د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکي د خبرو له لارې غښتلي او ستونزې حل کړي‎. ‎

دې هېواد د روان میلادي کال په جون میاشت کې د دې ناستې طرحه وړاندې کړه، چې پر اساس به يې په سیمه کې د شته ‏ستونزو اړوند بحث وشي‎. ‎

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تازه روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش اړوند اندېښنې شریکې کړې دي‎. ‎

په کابل کې د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، د داعشیانو شمېر ۱۰ زرو تنو ته رسېږي او پر غربي وسلو سمبال د ‏روسيې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته يې ګواښ ډېر شوی دی‎. ‎

افغا چارواکو پر لپسې پاکستان په افغانستان کې د ستونزو جرړه بللې او د هغه هېواد چارواکي بیا پخپل هېواد کې بریدګر د ‏افغانستان په ختیځ کې روزل شوي بولي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د