fbpx

غزل – حماد ماليار

د عشــق لـمـبـو تـه بـه دې ونـيـسي انـګار به دې کړي
جــوړ لــه ســرو زرو،د ليلـى د غــاړې هـار به دې کړي

هــســې ظــاهــره کــې په شـونــډو دې خنــدا راولي
په حقيقت کې بـه دې وزبېښي او خــوار به دې کړي

ژونـدون به کيـږدي ستــا سينـه د امتحــان په سندان
خـپــلـــو دردمــنـــو پــړاوونــو لــه تــيــار به دې کړي

شـاعــر تــــه ودرېــږه پــه حــســن دې نـظــر اچــوي
په ټـول غزل کې لکـه زلفــې تــار په تــار به دې کړي

هر خــود غـرضـه چې دې وغـواړي نو يار به دې کړي
چې خپل مقصد درنه پوره کړي نو په دار به دې کړي

د نــېک عـمـل سره مـزل کـوه پــه کـار بـــه دې شـي
د دنـيـا غــم کـه درپـه غـاړه شـي بيـمـار بـه دې کړي

کــه د الله ســره دې مــينــه وي ســجــدې به وکړې!!
په نيمـه شـپه له درانده خوبــه رابــيـدار به دې کړي

د حـق مـمـبـر،د حـق سنـګـر،د حـق سپېڅـلـى لښکـر
د حـــق مدار،د حـق ګـوزار،د حــق مـنـار بـه دې کړي

“حماده” ګـل بـه دې دلــدار کړي او نګــار به دې کړي
چې د ازغـو په لار دې تېر کړي نو ماليار به دې کړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د