fbpx

د سولې د تأمین لپاره د سولې شورا سولیدلې هڅې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په یوه تازه انکشاف کې د سولې عالي شوری په پلازمینه کابل کې د علماو غونډه را بللې چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه میکانیزم جوړ کړي.
د سولې عالی شوار وايي په دې دوه ورځنۍ غونډې کې يې د هیواد له مختلفو ولایتونو څخه ۷۰۰ علماء راغوښتي تر څو د شورا له چارواکو سره په هیواد کې د سولې دټینګښت په اړه تبادل نظر وکړي.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې د سولې په اړه د علماو نظر خواهي کوي چې امریکایان تر بل هروخت زیات دلته د جګړې په ګرمولو لګیا دي.

دری ورځې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس په کابل کې د خبرو په مهال د جګړې په اړه داسې وویل:

((ژمنه کوم چې د دې خاورې په جګړې کې بریالي کېږو، مونږ له خپلو متحدانو سره دلته راغلي یو چې افغانستان او ولس یې ازاد کړو، موږ دلته د جګړې لپاره پاتې کېږو چې پای ته یې ورسوو))

د ښاغلي مایک دا څرګندونې په حقیقت کې یو ګواښونکی پیغام او د جګړې غزولو کرغیړن تعبیر دی.

د مایک تر راتګ وړاندې د جرمني د دفاع وزیرې وروزلافن هم بلخ ته د ناڅاپي سفر په مهال په افغانستان کې د خپل جګړه ییز ماموریت په اړه ورته څرګندونې لرلې.

که د سولې عالي شوری ریښتیا هم په افغانستان کې د سولې لپاره موثریت لري نو ورته په کار دي چې د افغان علماو پر ځای د ګد حکومت له حمایتي لوریو ( امریکایانو او د هغوی له ایتلافیانو) څخه په افغانستان کې د خپلو جګړه ییزو فعالیتونو ، هوايي بریدونو، او شپنیو عملیاتو د ځنډولو غوښتنه وکړي.

ځکه په افغانستان کې روانه جګړه د یوې تحمیلې جګړې غبرګون دی ، که بهرني جګړه مار لوري دلته جګړه ییزې هڅې پریږدي ، افغانان کله هم د جګړې ګرمولو ته لیوالتیا نه لري.

د سولې شورا یا بل هر لوری که واقعا هم په افغانستان کې د سولې ټینګښت غواړي لومړی دي د جګړې د عواملو په له منځه وړلو غور وکړي .. د جګړې د عواملو له منځه وړل د سولې د ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

سولیدلی نہ شوړ‎یدلی