نړۍ

د برونايي سلطان دغه هيواد کې د اسلامي شريعت د نفاذ اعلان وکړ

د جنوبي اسيا د يو مهم اسلامي هيواد برونايي سلطان “حسن البوليکة” دغه هيواد کې د شرعي قوانينو د نفاذ اعلان وکړ.

د دغه قانون له مخې به هم جنس پرستان او زناکار سنګساريږي او له غلو څخه به لاس پرې کيږي.

د برونايي سلطان حسن البوليکة د يو شاهي فرمان په ترڅ کې اعلان کړی، چې پر الله تعالی پوره ايمان لري او له همدې ځايه اعلان کوي، د راتلونکې مې مياشت له پیله به دغه هيواد کې اسلامي قوانين نافذ وي.
حسن البوليکة ويلي، چې د خلکو خولې له دې نه بنديږي، چې شرعي قوانينو ته ظالمانه قوانين وايي، ولې الله تعالی پخپله فرمايي، چې د اسلام قانون د عدل او انصاف قانون دی او د اسلام منونکو لپاره دا لازمي خبره ده، د اسلام قوانين د الله تعالی پر ځمکه نافذ کړي.

د برونايي شاهي فرمان کې راغلي، چې د شريعت نفاذ به د درې مرحلو په ترڅ کې وي.
لومړۍ مرحله د بند او جريمې ده.
دوهمه يې د غلو لاس پرې کول دي او درېيمه مرحله د زنا او همجنس پرستانو سنګسارول دي.
د يادونې وړ ده، چې برونايي هغه اسلامي هيواد دی، چې له مخکې هم پکې اسلامي قوانين نافذ دي.

د خپلو ګاونډيو هيوادو ماليزيا او اندونيزيا پر خلاف پکې شراب خرڅول او اخيستل بند دي او له دې مخکې يوازې د اسلامي فقهې کورنۍ برخه په محاکمو کې نافذه وه او اوس ټولنيزه برخه کې د اسلامي قوانينو د نفاذ پريکړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x