په بیګ بیش لیګ کې د راشد خان شهرت او یو بل ویاړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان په کرېکټ کې له کومه چې راشد خان ارمان ننوت کړی بریاوو ته مخه شوې او هر وخت یې هېواد ته ویاړونه بخښلي.

راشد خان د څو کلونو راهیسي د خپلې لوبډلې سره او یا په تجارتي سیالیو کې په شریکو لوبډلو کې د پرلپسې بریاو سره نن یو بل ویاړ هېواد ته راوبخښه.

راشد خان د شل اوریزو لوبو په نړیوال جدول کې د ښه توپ اچوونکو په لیست کې په دوهم نمبر ځان ثبت کړ.

نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په نوې اعلان شوي جدول کې په شل اوریزو لوبو کې د ۷۱۷ نمبرو سره په دوهم نمبر دی، چې د پاکستان عماد وسیم په ۷۱۸ نمبرو لومړی مقام خپل کړی، لرې نه ده چې ډیر زر به راشد خان لومړی مقام هم خپل کړي.

راشد خان چې اوسمهال د استرالیا په تجارتي سیالیو کې د ایډلیډ سټرایکرز لخوا لوبیږي، تر دې دمه یوه لوبه ترسره کړې.

نوموړي پخپله لومړۍ لوبه کې په یوه اور کې دوه لوبغاړي وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړي نومولو ترڅنګ یې ځان د نړۍ مشهورو توپ اچوونکو په لیست کې شمار کړ.

راشد خان د بیګ بیش په سیالیو کې پخپله لومړۍ لوبه کې په داسې خطرناک توپ ویکټ ترلاسه کړه چې د لوبغاړو، مبصرینو، استرالیاوي او افغاني مینوالو سترګې ده ته واوښتې.

د نړۍ یو شمیر مبصرینو پرې ډول ډول تبصرې وکړې او نوموړی یې د افغان لوبډلې لپاره د اوس او راتلونکي وخت ځلانده ستوری وباله.

راشد خان د بیګ بیش مبصرینو سره په مرکه کې وویل چې نوموړی د لوبې پر مهال هیڅ فشار نه حس کوي، او د ډیرو مینوالو په شتون له لوبې څخه خوند اخلي.

دده په وینا په توپ اچونه کې دی له انیل کومبلی او شاهد افریدي نه ډیر متاثره دی.

د خبرو پر مهال مبصرینو له نوموړي څخه د ویکټ ایکشن/لمانځنې په اړه د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا د شعیب اختر څخه متاثره شوی وویل: دا زما خپل ایجاد دی او په دې اړه زه د چا څخه نه یم متاثره شوی.

د یادونې وړ ده چې د بیګ بیش لیګ سیالیو کې د راشد خان نوم د نورو لوبغاړو په نسبت په ښه توپ اچونې او کارکردګۍ ښودلو سره ډیر کښته پورته کیږي، چې په پای کې یې د افغانستان نوم روښانه کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د