افغانستان

ننګرهار: پچیراګام کې ۱۵۰ تنه اربکیان ځای پر ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سره له دې چې ولس د اربکیانو له لوري دولتي چارواکو ته پرلپسې شکایتونه کوي، ننګرهار کې چارواکو ۱۵۰ تنه د اربکیانو پر نوم مسلح کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، دغه کسان يې د پچیراګام په مختلفو سیمو کې په پوستو او یو لوی بیس کې ځای پر ځای کړي دي.

که څه هم خوږياڼی دا ډله خلک «ولسي ځواک» بولي او په وینا يې پخپله خوښه يې د سیمې د امنیت ساتلو لپاره ټوپک اوږې ته کړی، خو زیاتوي چې دوی ورته منظم میاشتنی معاش ټاکلی دی، چې د ملي امنیت په چوکاټ کې به ور کول کېږي.

د خوږياڼي په خبره دې اربکیانو ته به د اړتیا په وخت کې د ملي اردو عسکر مرستې ته ورځي، له اړتیا پرته به د سیمو واک له دوی سره وي.

د ننګرهار چارواکي په داسې حال کې پچیراګام کې اربکیان فعالوي، چې په خوږیاڼو کې يې مثبته نتېجه ور نه کړای شوه.

د سیمو د اوسېدونکو په قول دا ډول ځواکونه وروسته خپل سرې چارې ترسره کوي چې دولت يې هم د کنټرول وس له لاسه ورکړي او په لوی لاس قومي بدیو ته لار هواره شي.

اربکیان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې فعال شول، چې تېر کال يې ځواک صفر، خو ګڼ ملکي تلفات، فقر او د کورنیو تر منځ وژنې يې پر ځای پرېښودې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x