نړۍ

خواجه اصف: افغانستان کې د امریکا په غوښتنو شکمن يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا له لوري د امنيت او ثبات په هيلو او غوښتنو ظاهرا بې باوره يو.

د پاکستان له جيو خصوصي ټلويزيون سره د مرکې پر مهال خواجه اصف وويل، له تېرې يوې لسيزې راهيسې د افغانستان وضعيت له څارلو دوی شکمن دي، چې امریکا رښتيا هم په افغانستان کې سولې ته لېواله ده او که نه؟

هغه د نورو امريکايي پوځيانو په راتلو په خپلې تبصرې کې وويل، چې تر يوه لک زياتو امریکايي قوي پوځيانو په افغانستان کې امنيت او ثبات را نه وست، نو دولس زره  اضافي عسکر به يې څنګه راولي.

د خواجه اصف په باور امریکا د نړيوالو په ملاتړ په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان د دې لپاره بريد وکړ، چې د طالبانو نظام ړنګ کړي، خو د پنځلسو کلونو په تېرېدو لا هم افغانستان کې طالبان فعال دي او ګڼې سيمې يې تر واک لاندې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستيو کې امریکايي چارواکو يو ځل بيا له پاکستانه غوښتنې زياتې کړي، چې د امریکا د جګړې لپاره دې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

يو شمېر امريکايي او افغان چارواکي پاکستان د طالبانو او نورو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان ټينګار کوي، چې خپله خاوره به د افغانستان پر ضد ونه کاروي او څو ځل يې غوښتنه کړې، که افغان حکومت او يا هم امریکا سره په دې اړه ثبوت وي، له پاکستان سره دې شريک کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه اصف او نور ملکي او پوځي چارواکي له تېرې څه مودې راهيسې د امریکا پر وړاندې توندې څرګندونې کوي، چې د امریکا لپاره د منلو او خوښۍ وړ نه دي.

امریکا تل پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي، خو خواجه اصف ويلي، چې امريکا په شپاړسو کالو کې په افغانستان کې په امنيت راوستلو نه ده توانېدلې او اوس د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x