افغانستان

ننګرهار کې داعشیانو یو مسجد پر بمونو الوځولی دی/ انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د داعش اړوند وسله والو یو مسجد او زیارت پر بمونو الوځولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، پېښه نن سهار پنځه نیمې بجې د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث نومي سیمه کې شوې ده.

دی وايي، په زیارت او مسجد کې د اسلامیت او بشریت دُښمنانو له لوري ماینونه ځای پر ځای شوي وو، چې د مسجد او زیارت ترڅنګ یې نږدې کورونه هم زیانمن کړي دي.

د خوږیاڼي په خبره، په مسجد کې ګڼ شمېر قران شریفونه او نور دیني کتابونه هم سوځیدلي دي.

څه موده وړاندې د داعش وسله والو د مومندرې ولسوالۍ په جامع مسجد کې هم چاودنه کړې وه، چې د ملا امام په ګډون یې اته لمونځ کوونکي وژلي وو.

د داعش وسله والو د مومندرې مسجد داسې مهال الوځولی، چې تېره ورځ یې په جلال اباد ښار کې د خوږیاڼیو د سیمې یو دیني عالم مولوي سید حضرت حقاني هم وژلی و.

د داعش وسله والو له دې وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې زیارتونه او مسجدونه الوځولي وو.
د دې ډلې اړوند راډیو«خلافت غږ» الوځول شوي مسجدونه او زیارتونه د «شرک» مرکزونه بللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x