نړۍ

پنټاګون: د افغانستان په جګړه کې ۷۱۰ملیارده ډالره لګښت شوی

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په یوه راپور کې لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا حکومت فساد کې لاس لري. د دې راپور په یوه برخه کې چې د بلومبرګ خبري شبکې خپره کړې ده، راغلي دي، چې د امریکا حکومت د ټوپکسالارانو په مرسته او خصوصي قراردادیانو سره د معاملو او دوی ته د ملیاردونو ډالرو ورکولو له لارې د فساد لمن پراخه کړې ده.

په دې ۶۵ مخیز راپور کې راغلي دي، چې فساد د افغان حکومت ثبات او مشروعیت ګواښي او له قانون څخه معافیت پر یوه کلتور اوښتی دی.

دا راپور د پنټاګون د ستردرستیزوالۍ د شنونکو له خوا په پټه چمتو شوی دی. د بلومبرګ خبري شبکې دې راپور ته لاسرسی موندلی.

 

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي دي، چې د افغانستان په جګړه کې تر دې مهاله ۷۱۰ملیارده (اووه سوه زره ملیونه) ډالره لګښت شوی. دا راپور کاږي، امریکايي ځواکونو پر افغانستان له یرغل وروسته، ډېری قراردادونه جنګسالارنو ته سپارلي، چې له دې لارې هغوی ډېر پانګه وال شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د شفافیت د نړیوال سازمان په کلني راپور کې لومړنی فاسد هېواد ګڼل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x