افغانستان

جمعیت، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې سیمه ییزو ارګانونو د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو اړوند تازه څرګندونې وکړې، جمعیت اسلامي يې په اړه غبرګو ښوودلی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده پرون وویل، ولسمشر انجینر محمد داود د بلخ والي معرفي کړی دی او عطامحمد نور له دوی سره رسمیت نه لري.

د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح فطرت وايي، د دوی مقابل ارګ دی، نه د سیمه ییزو ارګانونو اداره.

د هغه په خبر لا هم د بلخ والي عطامحمد نور دی او په عادي ډول دفتري چارې پر مخ وړي.

فطرت ازادي راډيو ته ویلي، زموږ مقابل ارګ دی او د عطامحمد نور او بلخ ناندرۍ يې د سیمه ییزو ارګانونو تر صلاحیت پورته موضوع بللې ده.

د تېرې پنجشنبې په ورځ عطامحمد نور یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې نوموړی به تر هغو د بلخ والي وي، چې تر څو يې شرطونه منل شوي نه وي.

ارګ پرلپسې ټینګار کړی، چې دوی انجینر داود معرفي کړی او عطامحمد نور رسمیت نه لري، خو ذبیح فطرت وايي لا هم عطامحمد نور پخپل لاسلیک سره چارې پر مخ وړي.

د شنونکو په باور د ارګ د پرېکړې ځنډول د یو شخص او نظام تر منځ ټکر دی، چې د حکومت بې وسي ورځ په ورځ په ډاګه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x