افغانستان

د تفتیش عالي اداره: لویې څارنوالۍ د فساد اړوند ۳۵۰ دوسيې نه دي څېړلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د تفتيش د عالي ادارې مسئولين وايي، له تېرو څو کلونو راهيسې يې لويې څارنوالۍ ته د فساد اړوند ۳۵۰ دوسيې ور استولي خو هغوی نه دي څېړلي.

د تفتيش ادارې وياند محمد اصف احمدزوی وايي، په دې دوسيو کې د پخواني حکومت او د ملي يووالي حکومت د وزيرانو، معينانو او يو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو دوسيې هم شاملې دي، چې لويې څارنوالۍ د نامعلومو دلايلو پر اساس نه دي څېړلي او دوی سره يې په اړوند هيڅ معلومات نه دي شریک کړي، بايد څرګنده کړي چې ولې دا دوسيې نه څېړي.

هغه وايي، په دې کې ډېرې دوسيې د فساد اړوند دي چې د ملي يووالي حکومت پر مهال چمتو شوي دي.

د احمدزوی په وينا، په دې دوسيو سره په ادارو کې اصلاحات راغلي او د سلګونه مليونه افغانيو د فساد مخه نيول شوې، زياتوي چې لويه څارنوالي دې ژرترژره دغه دوسيې وڅېړي.

د تفتيش عالي ادارې تر دې وړاندې هم نيوکې کړي، چې لويه څارنوالۍ د فساد اړوند په ځينو دوسيو څېړلو کې پاتې راغلې ده.

که څه هم د هېواد په کچه دغه اداره د دولتي ادارو د مالي حسابونو د څارنې او ارزونې اعتباري منبع ګڼل کېږي، خو د يو شمېر کارپوهانو په ګډون ځينې چاپي رسنۍ نيوکه کوي چې په خپله د تفتيش عالي اداره د فساد د مخنيوي پر ځای د فساد پر سرچينه بدله شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x