fbpx
sheep

د پسه نظريه

ژباړه: عبد الله (غلام الله)

د سيمي حاکم د يوه کس د نيولو امر وکړ سبب هم نه دی معلوم، ويل: “بندي يې کړئ” د بندي خانې اندازه درې متره مربع وه..

سړی په غوسه وو!

د بندي خانې دروازه ټکوي او نارې وهي: “زه بې ګناه يم، زه مو ولي نيولی يم، زه ولي په زندان کي يم؟”

په لوړ آواز او په پوره جرأت يې نارې وهلې: “زه بې ګناه يم او …”.

ځکه نو په زندان کي شر وشور جوړ سو..

فرمان راغلی تر څو دی داسي کوټې ته يووړل سي، چي مساحت يې فقط يو په يو متر مربع کي وي..

ده بيا خپلو چيغو ته دوام ور کړ، خو دا ځل يې دا نه ويل چي زه بې ګناه يم، بلکي ويل يې: “دا کار حرام ناروا دی، زه مو په داسي کوټه کي بندي کړی يم، چي خوب مي هم په ناسته دی، استراحت نه سته پکښي” ..

د بندي چيغو يو ځل بيا د زندان چوکيدار په عذاب کړ، نو په همدغه کوټه کي يې د ده سره نه ۹ نور بنديان يو ځای کړل!..

دا چي حالت ډېر بد تر سو، نو ټولو بنديانو نارې شروع کړې، ويل: “دا فرمان موږ ته قبول نه دی، تاسو څنګه لس ۱۰ کسه بنديان په يوه يو متره کوټه کي ساتی؟ په دې ډول مو نفس تنګيږي او مړه کيږو، هيله ده حد اقل پنځه تنه خو کومي بلي کوټې ته يوسئ”

دا چي پيره دار دوی ته ډېر په قهر کي وو، نو د دوی کوټې ته يې يو پسه هم داخل کړ، اوس نو پسه (ګډ) هم ورسره اوسي..

بنديان خواران لېونيان دي، او نارې وهي: “د دې پسه سره موږ څنګه ګذاره وکړو، دا بويونو او فاضله موادو يې ټوله کوټه نيولې، نژدې ده چي مړه سو، زموږ يوازينۍ هيله دا ده، چي دا پسه را څخه وباسئ بل څه نه غواړو”

حاکم پیره دار ته امر وکړ، چي دا پسه ور څخه را وباسه او دا کوټه يې ورته صفا کړه..

څو ورځي بعد چي يې د حال پوښتنه و سوه، ويل: “الحمد لله زموږ ټول مشکلات نور حل سوه”!

د بنديانو قضيه فقط د زندان د کوټې څخه د پسه د وتلو پر غوښتنه و درېدل، د بندي خانې د مساحت مسأله هېره سول، د مساحت تر قضيې مخکي او هغه نوري ټولي قضيې هم پای ته و رسېدلې، حتی هغه قضيه هم هېره سوه، چي دا کس يې بې ګناه او په ظلم سره نيولی وو..

هغه لومړنۍ قضيه د هيچا هم نه وه ياده، حتی ستا هم! (څوک چي دا ليکنه لولي).

دا وه د پسه قضيه.

د افغانستان، فلسطين، عراق، سوريې، مصر او د نړۍ د ټولو مظلومو هيوادونو اوسنۍ قضيې همدا د پسه په ډول قضيې دي، اصلي قضيې هيري دي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د