نظــر

د بدخشان او ننګرهار پیښو څه په ډاګه کړل؟ – زخمي افغان

د بدخشان ولایت له وردوج ولسوالۍ څخه راپورونه وایي چې دتیرو دوو ورځنیو جګړو په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې دیره حکومتي قوه له درنو تلفاتو رغملو وروسته طالبانو ته سلامي شوې او په دې توګه جګړه پای ته رسیدلې .

له وردوج څخه وروستي راپورونه وایي چې په جګړه کې دیونیم سل شاوخوا حکومتي اربکیان او عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي ، په دې سربیره ۱۲۰ تنه اربکیان او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي چې خپل ټول پوځي وسایط او امکانات یي هم په سیمه کې موجودو طالبانو ته سپارلي دي .

د الاماره ویب پاڼې دراپور له مخې په دې جګړو کې له حکومتي عسکرو څخه طالبانو ته څلورټانکونه ، 14 رینجر موټر ، 3 دهشکي ، 1 زیکویک ، 36 میله پیکا، 16 میله آرپي جي راکټ ، تر200 میله زیات کلاشنکوفونه او دغسې نور ګڼ پوځي وسایل او مهمات دغنیمت په توګه په لاس ورغلي دي .

دوردوج پیښه شاید په وروستیو څو کلونو کې دکرزي حکومت ته اوښتی ترټولو ستر پوځي زیان وي ، په دومره کچه دحکومتي عسکرو وژل کیدل او تسلمیدل پخوا نه دي راپور شوي .

وردوج چې یوه لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده ، تردې پخوا هم دطالبانو دسترو حملو شاهده پاته شوې ده او په مکرر ډول په کې په ډلو ډلو حکومتي عسکر او اربکیان دطالبانو په بریدونو کې وژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

په داسې حال کې چې دبدخشان حکومتي چارواکي د دوردوج دپیښې په اړه کوښښ کوي چې حقائق پټ وساتي ، وړمه شپه د بدخشان په مرکز کې طالبانو د امنیه قومندانۍ په اتم ماموریت باندې حمله کړې ده ، سره له دې چې ددې پیښې په اړه تراوسه پوره جزیات نه دي په ډاګه شوي خوداسې بریدونه ښيي چې اوس په بدخشان کې دطالبانو بریدونه له غرنیو سیمو څخه مرکزي اوښاري سیمو ته راغزیدلي دي .

د یوه بل خبر له مخې دننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې طالبانو په یوه عکس العملي حمله کې دحکومتي اربکیانو دری پوستې نیولي او لس تنه اربکیان یي ژوندي نیولي دي .

څو ورځې وړاندې حکومتي چارواکو اعلان کړی وو چې په نازیانو ولسوالي کې به پوځي عملیات پیلوي ، له همدې ویرې ددې ولسوالۍ یو شمیر خلک کډو کولو ته هم اړ شوي وو چې حکومتي مطبوعاتو دخلکو دا ډلییز مهاجرت د طالبانو دخپل منځي نزاع له امله وباله ، مګر سیمییز خلک وایي چې دسیمې خلکو دحکومتي عملیاتو او بمبار له ویرې کورونه پرې ایښي دي .

ددې عملیاتو په ځواب کې طالبانو نن سهار ددې ولسوالۍ په سپینه ژۍ ، جرچړي تنګي او اوړي سیمو کې دحکومتي اربکیانو په پوستو برید پیل کړی او په دې سیمه کې یې اربکیانو ته درانده تلفات واړول .

د کتونکو په باور د طالبانو دغه ډول پوځي بریاوې ښيي چې دحکومتي او غربي تبلیغاتو خلاف طالبان لا هم په برلاس پوځي دریځ کي دي ، که څه هم حکومتي مطبوعات کوښښ کوي چې د حکومت پوځي ناکامۍ او تلفات پټ وساتي ، مګر طالبان توانیدلي ترڅو داسې خبرساز پوځی بریدونه ترسره کړي چې رسنۍ ورباندې اعتراف ته اړې کړي .

دکتونکو په باور د حکومت لخوا د تلفاتو خبري سانسور شاید رژیم ته دګټې په ځای تاوان وکړي ، ځکه حکومتي ځواکونه په داسې حال کې بشپړ بي پروا او ناخبره پاته کیږي او طالبان کولای شي په منظمه توګه یي غافلګیره کړي .

د بدخشان وروستي عملیات ښيي چې دیو شمیر تبلیغاتي ادعاوو خلاف چې کله ددې سیمې طالبان دمنځنۍ اسیا مهاجرین بولي ، کله یي دقیمتی ډبرو قاچاقبر نوموي او کله ورباندې نور نومونه ږدي ، په دې سیمه کې دطالبانو پایدار خوځښت ددې شاهدي ورکوي چې داخوځښت په بشپړه توګه ولسي ریښه لري او دخلکو ملاتړ ورسره ملګری دی ځکه له ولسي ملاتړ پراته داسې یو پایدار خوځښت هیڅ امکان نلري .

په ننګرهار کې دحکومتي عملیاتو په خلاف دطالبانو ځوابي بریالۍ حمله ښيي چې د حکومت عملیاتي ستراتیژي ناکامه او غیرمؤثره ده ، که څه هم دکابل چارواکي په جګړه ټینګار کوي او په مختلفو سیمو کې دعملیاتو خبرې کوي خو وروستۍ پیښې ښيي چې دا ډول عملیات پرته له دې چې دحکومتي قواوو تلفات زیات کړي بله نتیجه شاید ونلري .

لیکوال: زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x