دیني، سیرت او تاریخ

عیسائیت په افغانستان کي (١٧)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

افغانستان ته د امریکا راتګ او د عیسائیت خپرېدل:

تر څو چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کي امریکا او متحدینو یې پر افغانستان باندې حمله وکړه، په دغه وخت کي د عیسائیت تبلیغ، خلک و عیسائیت ته اړول ډېر شو، عیسایي مبشرین او راهبان په کلیو او کوڅو کي ګرځېدل او خلک یې مرتد کول، دا ځکه چي طالبان لږ وه او دوی هیڅ بیره نه درلوده، همدغه مرتد شوي افغانان ډېر بیا و هندوستان په ۲۰۰۵ کال کي ولاړل، هلته هرڅه ورته برابر شول، عیسایي راهبان وایي چي موږ تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پوري ۳۳۰۰ افغانان و عیسائیت ته واړول( مرتد مو کړل).

د امریکا یانو په زور سره په ۲۰۰۴ کال کي په اساسي قانون کي دا ماده زیاته شوه چي په افغانستان کي مذهبي ازادي شتون لري، په ۲۰۰۹ میلادي کال کي صرف د افغانانو لپاره په پښتو او دري ژبو سره بایبلو چاپ شول تر څو افغانان مرتد کړل شي، دا هغه وخت وو چي بایبلونه د بګرام و هوایي اډې ته راوړل شول بیا غونډه پر جوړه شوه او بیا یې په عام ډول سره تقسیم شول، چي همدغه بایبلونه زما و لاسته هم راغلی دي، په ۲۰۱۰ میلادي کال کي د نورین تلویزون Noorin TV په نامه سره یو چينل خلاص شو، چي صرف د عیسائیت تبلیغ پکښې وو، او افغاني عیسایانو یې ټولې چاري پرمخ بېولې، ددې تلویزون لګښت د امریکا دوو مرستندیو مؤسسو Norwegian Church Aid او Church World Service ورکاوه، د لومړي ځل لپاره په دې تلویزون کي د هغه مرتدینو فلمونه راڅرګند شول چي د اسلام څخه و عیسائیت ته اوښتي مرتدین خپل مذهبي مراسم ترسره کوي، ددوی بپتسمه (تعمیدي غسل) کیږي، د عیسائیت یو سند ورکول کیږي او بیا د اوسنی زبور مزامیر ویل کیږي، دا هرڅه په دری ژبه سره دي،پاته دي نه وي چي دغه عیسایي تلویزون په افغانستان کي د لسو کلونو راهیسي فعالیت کوي چي دایې لنک دی: د افغان مسیحیانو ټي وي د لسو کالو راهیسی فعالیت کوي

مسلمان اولس ددې تلویزون د نشراتو په لیدو سره په کابل کي مظاهرې وکړې خو هرڅه د خاورو سره خاوري شول، په ۹ د اګست په ۲۰۱۰ کی په هرات کي د یوه غیر دولتي مؤسسې دوه غړي ونیول شول چي بایبلونه ورسره وه او په عام محضر کي یې د عیسائیت لپاره تبلیغ کاوه، کله چي په هرات کي مسلمانانو احتجاج وکړ دولت هغه مجرمین هلته ونیول او بیا یې په کابل کي خوشي کړل، د نومبر په ۲۰۱۰ کي د شعیب اسدالله موسوي په نامه سره بل کس په مزار شریف کي خلکو ونیوی چي بایبلونه یې توضیع کول، او خلکو ته یې ویشل او ځوان نسل یې مرتد کاوه، خو هغه شعیب بیرته خوشی شو، په ۲۰۱۱ د فبروري کي دInternational Christian Concern مؤسسې په مرسته سره یوکس په اعلانیه سره مرتد شو، له اسلامه واوښتی او عیسایي شو، دغه کس سید موسی نومیدی، بیا ددې لپاره چي خلک هغه قتل نکړي د۹ میاشتو لپاره بندي شو، او بیا خوشی شو.

په مجموع کی د عیسائیت خپرول د مؤسسو په واک کی وو، په ځانګړي ډول سره شلټر نو مؤسسه او نوری ۱۰ مؤسسې. دوی د عیسائیت خپرول خپله دنده ګڼي، دا مؤسسې په مختلفو بخشونو کي کار کوي، لکه د سترګو درملنه، د مسکینانو سره مرسته کول، وړیا درمل ورکول، وړیا قالین ورکول، پلونه جوړول او داسی نور….

دغه پورتنۍ لیکنه له دغه لنک څخه را اخیستل شوېده، کولای شي د نور تفصیل لپاره و لنک ته ولاړ شئ:

https://en.wikipedia.org/wiki/Christianity_in_Afghanistan

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

دا کارونه خو د کالونۍ له دوره په مسلمانانو سيمو کې پىل شوي، د همدې له کبله چې ددوى کليسا يې مذهب چې بايد عيسايت ونه نومول شي ځکه د عيسا ع احانت کېږي، د عيسا ع دين اسلام و او د افغانستان دننه پښتانه يې په همدې وجه بمباران کړل او کوي لا چې دوى پوهېږي پښتانه اکثريت د افغانستان جوړوي او دوى پرته د اسلام څخه بل دين کې ندى. په همدې نصرانيانو کې له ډېرې هوساينې ځانځانيتوب ډېر زياد شوى او دننه په اروپا کې د مسلمانانو د دين د خپرولو د مخنیوي لپاره سياستوالو سختدريځه ډلې… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. ماته همیشه لاندی پوښتنه راپیدا ده: طالب جان ادعا لری چه د اسلامی حکومت د اقامې پخاطر ئې وسله وال قیام ته لاس اچولی دی، زه ددوی د ادعا د حقانیت یا عدم حقانیت په هکله څه نه وایم خو دومره وایم چه: ددې وسله والی مبارزې په بهیر کی پولیس او عسکر او معلم او مامور او لاروی وژل کیږی چه البته ستر محتسب او شاهد خپله اللّه پاک دی او ددې وسله والو مبارزینو نیت او انګېزه هم فقط اللّه پاک ته معلومه ده خو ” عقل” دا نه منی چه یو مسلمان مبارز!! د اسلام… نور لوستل »

افغان

غلام حضرت صاحب ، تاسی که د اسلامی امارت د مجاهدینو حیثیت او مسولیت احساس کړی وی ، اسلام او اسلامی نظام به هم اوس یو اړخ ته کیږدو ، یعنی تاسی مسلمان هم نه یاست افغان هم نه یاست یو انسان یاست ژوند تیرولو د پاره یو ټاټوبی ته اړه لری یا یو مرغه یاست د خپلو بچو د پاره یوه جاله دی جوړه کړی ، وحشیان راځی او ستا هغه ټاټوبی اشغالوی ، ستا د میرمنو بی عفتی او ستا د کور ځینی غړی ورسره ملګری او هغه غړی چه مخالفت یی کوی وژنی او هغه چه ستا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x