په بدي پسې نیکي کول

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې له انسان نه کومه ګناه وشي ، کومه بدي ورڅخه وشي نو د ایمان نښه ده چې ورباندې پښېمان شي او الله جل جلاله ته توبه وباسي له الله جل جلاله نه د تېرې ګناه بښنه وغواړي او په راتلونکې کې د نه کولو عزم وکوي او هرڅوک چې داسې کار وکوي الله جل جلاله ورته ګناه بښي او بله سنت طریقه داده چې کومه ګناه درڅخه وشوه په هغې پسې نیکې وکوه الله جل جلاله به ددې نیکي په برکت باندې هغه ګناه ختمه کړي نو په بدي پسې نيکی کول هم سنت دي حضرت ابو ذر رضی الله عنه روایت کوي فرمایي ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : اتَّقِ اللَّهِ حَيْثُمَا كُنْتَ، وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الحَسَنَةَ تَمْحُهَا، وَخَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ. سنن الترمذی

ترجمه : چېرته چې وې د الله جل جلاله نه ډارېږه ، په بدي پسې نيکې کوه لرې به یې کړي ، له خلکو سره ښه اخلاق کوه .

په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکاره کوي چې کله انسان ډېر ګناهونه کړي وي او بیا نېکیانې کوي الله جل جلاله هغه ټولې ورڅخه پاکوي د حضرت عقبة بن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِنَّ مَثَلَ الَّذِي يَعْمَلُ السَّيِّئَاتِ ثُمَّ يَعْمَلُ الْحَسَنَاتِ، كَمَثَلِ رَجُلٍ كَانَتْ عَلَيْهِ دِرْعٌ ضَيِّقَةٌ قَدْ خَنَقَتْهُ، ثُمَّ عَمِلَ حَسَنَةً، فَانْفَكَّتْ حَلْقَةٌ، ثُمَّ عَمِلَ حَسَنَةً أُخْرَى، فَانْفَكَّتْ حَلْقَةٌ أُخْرَى، حَتَّى يَخْرُجَ إِلَى الأَرْضِ . رواه الامام احمد بن حنبل رحمه الله

ترجمه : بېشکه مثال د هغه چې بد کارونه کوي بیا نېک کارونه وکوي لکه مثال د هغه سړي داسې دی چې یو سړی وي په هغه باندې تنګه زغره وي داسې چې دده نفس یې ورتنګ کړی وي بیا کومه نیکي وکوي نو د هغې زغرې نه یوه کړۍ خلاصه شي ، بیا کومه نیکي وکوي بیا بله کړۍ خلاصه شي ، بیا کومه نیکي وکوي بیا بله کړۍ خلاصه شي تردې چې زمکې ته را بهر شي (له هغه تنګې زغرې نه خلاص شي چې دده نفس یې ور تنګ کړی وو او دی یې په خپلو کړیو کې را ګېر کړی وو) .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د